بهرنیو ځواکونو په غني‌خېلو کې یو پلار او ۲ زامن ووژل

د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې نن سهار وختي شاوخوا یوه نیمه بجه د دې ولایت د غني‌خېلو ولسوالۍ له «ګولايي» سیمې نه د امريکايي ځواکونو د تېرېدو پر مهال پر هغوی د سړک غاړې ماین چاودنه شوه.

د غني‌خېلو ولسوال عبدالوهاب سلام وطندار ته وویل، په‌دې چاودنه کې بهرنیو ځواکونو ته د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نه‌لري.

نوموړی وايي، چې له چاودنې وروسته بهرنیو ځواکونو په سیمه کې په ملکي وګړیو ډزې کړي، چې یو پلار او دوه زامن یې ځای پر ځای وژلي دي.

وايي، چې دغو ملکي وګړیو په «ګولایي» سیمه کې د سیمنټي بلاکونو کارخانه لرله او همالته یې کار کولو.

د سیمې یو اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې ګنډيری او دوو زامنو یې په ګولایي  سیمه کې د بلاکونو په کارخانه کې کار کولو، چې د شپې شاوخوا یوه بجه د بهرنیو ځواکونو له لوري په ډزو ووژل شول.

دغه کس په‌دې اړه له ډېرو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه.

تر اوسه بهرنیو ځواکونو پر دوی د شوې چاودنې د تلفاتو او د ملکي وګړیو د وژلو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

د ننګرهار ولایتي ادارې هم په‌دې اړه تر دامهاله رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام