بهرنيو چارو وزارت د ستورې ماڼۍ پرانیستله

د دغې ماڼۍ پر بیارغونې ۵،۷ میلیونه ډالره لګښت راغلی او د هندوستان حکومت له خوا ورکړل شوی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ستورې ماڼۍ په پرانیست غونډه کې وویل، چې د هندوستان حکومت او ولس مرستې د افغانستان د بیارغونې له پاره د دواړو هیوادونو ترمنځ د نیکو اړیکو ښکارندويي کوي.

د ولسمشر غني پر وینا، د افغانستان او هند اړیکې د پراخیدو په حال کې دي.

نوموړي زیاته کړه:" نن د هند دولت او ولس د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په کوچنیو او سترو بیارغونې او پراختیايي پروژو د ونډې اخیستلو سره غواړي چې موږ د ستونزو پر وړاندې یوازې ونه اوسو او د یو بل په مرسته د خپلواکۍ لار مو چې له پخوا پیل کړې ده د بریالیتوب تر پولو اوږه په اوږه مزل وکړو."

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني غونډې ته وویل، چې دا ماڼۍ د ۵،۷ میلیونو ډالرو په ارزښت د هند له خوا بیارغول شوې ده.

د رباني پروینا، هندوستان او افغانستان د ښو سیاسي اړیکو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې دوستانه اړیکې لري.

دغه راز، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي، چې د سکایپ له لارې د ستورۍ ماڼۍ د پرانست غونډه کتله وویل، چې افغانستان او هند له پخوا ښيې اړیکې لري.

مودي زیاته کړه، چې هندوستان د افغانستان د ښې راتلونکې له پاره رښتینی عزم لري او پر وینا يې دغه هڅې به دوامداره وي.

د هند لومړي وزیر پروینا، یو میلیارد او ۲۵۰ میلیونه هندیان د افغانستان بیارغونې امنیت تامین له پاره د افغان ولس ترڅنګ ولاړ دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام