د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې د خپل کرکټ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د انګلستان په کوربتوب ۲۰۱۷ کال چمپینز ټرافي سیالیو کې د لوبېدلو چانس ترلاسه کړ.
یادې لوبډلې سویلي افریقې کرکټ ملي لوبډلې ته په دویمه پنځوس اوریزه لوبه کې په ۷ ویکټو ستره ماته ورکړه.
په لوبه کې بنګله دېشۍ لوبډلې لومړی د مستفیض الرحمان د ۳ ویکټو په واسطه افریقايي لوبډله په ۱۶۲ منډو وسوځوله او بیا یی هدف د لوبې په ۲۸ م اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدلو ترلاسه کړ.
د سویلي افریقې خلاف د ۵۰ اوریزه لوبې بریا ته بنګله دېشۍ کرکټ لوبډلې پنځوس اوریزه سیالیو کې ۸ کاله انتظار وویست او اخر هم مېلمنې لوبډلې ته په ماتې ورکولو بریالۍ شوه.
بنګله دېش په دې بریا سره نه یواځې په چمپینز ټرافي سیالیو کې د ګډون ستر زېری ترلاسه کړ، بلکې له مېلمنې سویلي افریقې کرکټ ملي لوبډلې سره د روانو یو ورځنیو لوبو سیریز په یوې – یوې بریا مساوي کړ.
د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې ځوان لومړنی توپ وهونکی سومیا سرکار، چې دوه کاله وړاندې د بنګله دېش په ۱۹ کلنه لوبډله کې لوبېده په ۸۸ ناسو ځېدلو منډو د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
ویل کیږي، چې بنګله دېش که د سویلي افریقې خلاف وروستۍ نړیواله لوبه هم وبایلي، نو بیا هم له پاکستان او ویسټ انډيز څخه وړاندی ده او له چمپینز ټرافي سیالیو څخه یې د پاتې کېدلو کومه وېره نه شته.
یواځېنی خطر، چې ښایي بنګله دیشۍ لوبډلې ته سرخوږی جوړ کړي، چې پاکستان د سریلانکا او زمبابوی پر وړاندې د سیریزونو پرته او ویسټ انډيز د زمبابوی په کوربتوب درې اړخیزه سیریز پرته د روان کال سپټمبر میاشتې له ۳۰ مې نیټې وړاندې نورې یوه ورځنۍ لوبې برابرې کړي.
د یادونې وړ ده، چې راتلونکې چمپینزټرافي سیالیو کې به د ۵۰ اوریزه لوبو ۸ مخکې لوبډلې ولوبیږي اوسمهال په نړېواله درجه بندۍ کې بنګله دېش اووم، ویسټ انډیز اتم او پاکستان نهم مقام لري.
روان کال د بنګله دیشۍ کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ تاریخ ترټولو بختور کال شمیرل کیږي، چې په کې بنګله دېش د اسټرالیا او نیوزیلینډ په کوربتوب ۲۰۱۵ م ز کال کرکټ نړېوال جام سیالیو په تاریخ کې لومړی ځل (کوارټرفاینل) پړاو لوبې وکړې او د سویلي افریقې خلاف د بریا وړاندې ییېله پاکستان او هندوستان په څیر لوبډلو څخه هم په خپل کوربتوب ۵۰ اوریزه لوبې وګټلې.