دا کار هندوستان په قصد سره وکړ او یا بنګله دېش په خپل مټ له هندوستان څخه د نړېوالو یو ورځنیو سیالیو داتلولۍ جام وګاټه، خو دواړو په ګډه په نړېواله کرکټ کې پاکستان ته سخت تاوان واړوه.
بنګله دیش د خپل کرکټ په لنډ تاریخ کې د هندوستان خلاف د ۴ سیریزونو بایللو وروسته اخر هم د لومړي ځل له پاره د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو سیریز کې میلمه لوبډلې ته ماتې ورکړې او په خپل کور کې ماته نه مننونکې پاتې شوه.
په دویمه سیالۍ کې یوځل بیا د ځوان دویمه نړیواله لوبه کوونکي چپ لاسي بالرمصتفیض الرحمان د بالینګ په وړاندی هندۍ لوبډله بې وسي وه، چې د شیکرد هوان د نیمه سلیزې او کپتان ډهوني د ۴۷ منډو سره سره په ۴۵ اورونو کې په ۲۰۰ منډو وسوځېده.
د باران له کبله کوربه بنګله دیشۍ لوبډلې ته په ۴۷ اورونو کې ۱۹۹ منډو هدف ورکړل شو، چې په ۳۸ اورونو کې یې د شکیب الحسن د نیمه سلیزې په مټ د ۴ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړ.
ځوان بالر مصتفیض الرحمان د ۶ لوبغاړو په سوځولو سره د سر په سر دویم ځل له پاره په روان سیریز کې د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډله به د خپل کرکټ په تاریخ کی د لومړي ځل له پاره په چمپینزټرافي سیالیو کې له لوبې پاتې شوه، خو د اسیا نوې غوړیدونکې بنګله دیشۍ لوبډله بیا د لومړي ځل له پاره دغه کارنامه وکړه او د انګلستان په کوربتوب به چمپینزټرافي سیالیو کې ولوبېږي.
بنګله دیشۍ لوبډلې په وروستیو بریاوو سره په ۹۳ امتیازونو په نړیواله درجه بندۍ کې ځان د خپل کرکټ تاریخ ترټولو لوړ اووم مقام ته ځان ورساوه، خو لاهم په چمپینزټرافي سیالیو کې د اتم مقام ترلاسه کولو له پاره به د پاکستان او بنګله دېش مقابله وي.
ویسټ انډيز چې د روان کال تر سبټمبرمیاشتې پورې هیڅ کومه نړیواله سیالۍ نه لري په ۸۸ امتیازونو سره اتم، خو پاکستان بیا د سریلانکا سره ۵ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې لري او په ۸۷ امتیازونو سره د نړیوالو په ډله کې له افغانستان څخه دوه مقامه وړاندې نهم مقام لري.
د کرکټ نړیوالۍ شورا په درجه بندۍ کې اسټرالیا لومړۍ، هندوستان دویم نیوزیلینډ درېیم ، سویلي افریقا څلورم، سریلانکا پنځم او انګلستان بیا شپږم مقام سره له وړاندې چمپینزټرافي سیالیو کې د لوبیدو چانس ترلاسه کړی دی.