د راپورونو لهمخې، تېر یو کال کې د بغلان بنو ولسوالۍ کې لس امنیه قومندانانو دنده ترسره کړېده.
د بنو ولسوالۍ دوه قومي مشران محمدامان امان او ارباب سرور وايي، د بغلان د ولایتي شورا د غړیو لاسوهنه د دې لامل شوې چې تېر یو کال کې دې ولسوالۍ کې لس امنیه قومندانان دنده اجرا کړي.
د دوی په وینا، دغه کار بنو ولسوالۍ کې د غیرمسوولو کسانو د فعالیت زیاتېدو او په حکومتي خدمتونو د خلکو د بېباوریو لامل شویدی.
دوی له هغو کسانو نه ـ چې د ولسوالۍ د امنیه قوماندانانو په ادلون ـ بدلون کې لاس لري ـ تېر شي او د دې ولسوالۍ د ناامنه کولو خواري دې نهکوي.
دغه سپينږيري په ټینګار سره د دې کار منفي اغېز خورا زیات ګڼي او زیاتوي چې د ولسوالانو له بدلون سره غیرمسووله وسلهوالو زیاتیږي او غیرقانوني کارونو ته لاره خلاصېږي.
په همدې حال کې د بغلان ولایتي شورا مشرمحمد صفدر محسني وايي، ولایتي شورا یوازې د مشورې ورکولو مسوولیت لري او د ادلون – بدلون مسوولیت د بغلان امنیې قومندانۍ پورې تړاو لري.
خو په ورته وخت کې د بغلان له امنیې قوماندانۍ غواړي چې لنډمهالې ګومارنې ودروي او کله ـ چې وړ قوماندان یوې ولسوالۍ ته ځي ـ د خلکو نظرونو ته پام وکړي.
بلهخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، دوی د بدلولو په نوم نوی پروګرام پيل کړی چې لهمخې یې له څوو کلونو نه په یو پوسټ باندې پاتې امنیه قوماندان بدلېږي؛ خو هڅه کوی چې د بغلان موضوع په جدي ډول وڅېړي.
د بنو اوسېدونکي وايي، د پولیسو زیاتره دغه قوماندانان ان یوه میاشت هم دنده نه ترسره کوي او ډېری مواردو کې د ځېنو زورواکیو په شخصي خوښه تغییر او تبدیلېږي.