بند امیر زون د هېواد په کچه د کرکټ اتلولي وګټله

د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت په کابل کی د هیواد د پنځوو زونونو ځوانو۱۸ کلنو کرکټ لوبډلو ترمنځ پېل شوې سیالۍ د مرکزي (بند امیر) لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا سلام وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دې سیالیو فاینل لوبه نن یکشنبه ( ۲۰۱۵ م زيږديز/ اپرېل ۵)  د مس عینک او بند امیر زونونو منتخبو لوبډلو ترمنځ په کابل کرکټ نړېوال لوبغالي کې ترسره شوه.

خبرپاڼه لیکي، چې مس عینک د پچې ګټلو وروسته یې کوربه بند امیر ته د لومړۍ لوبې کولو بلنه ورکړه او دغه لوبډله په ۵۰ اورونو کې ۲۱۸ منډو هدف و ټاکه.

خبرپاڼه دا هم وايي، د دې هدف په ځواب کې هم د مس عینک لوبډله د بند امیر د بالرانو د ځواب نه وه، چې ټوله لوبډله په ۳۳ م اور کې یعنی ۱۷ اوره وړاندې په ۱۸۴ منډ‌و وسوځېدل.

په دې بريا سره بند امیر مرکزي زون د افغانستان په کچه د ۱۸ کلنو ځوانو کرکټ لوبغاړو ترمنځ د اتلولۍ جام د ۳۴ منډو بریا سره ترلاسه کړ او دغه جام یې پرې نه ښود، چې له کوربه مرکزي زون څخه ووځي.

د یادونې ده، چې د زونونو ترمنځ په دې سیالیو کې د افغانستان د پنځو بوست، سپین غر، امو، مس عینک او بند امیر زونونو هغه لوبغاړو برخه اخیستې وه، چې په تېره میاشت کې د افغانستان کرکټ بورډ د ټاکوونکو او روزونکو ډلګیو له خوا د هېواد په بېلا بېلو زونونو کې د ازموینو وروسته غوره شوي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام