د کرکټ بورډ له خوا د زونونو ترمنځ د ۱۶ کلنو لوبډلو پیل شوې ۵۰ اوریزه کرکټ سیالۍ نن په خوست کې د مرکزي بند امیر زون په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، یادې لوبډلې په فاینل لوبه کې د یوې یو اړخیزې لوبې وروسته د هېواد تکړه زون مس عینک لوبډله له ماتې سره مخ کړه.
د کرکټ بورډ ورکړل شویو معلوماتو له مخې، میلمه بند امیر زون لوبډلې د ۱۰ ویکټو په ستر توپیر نه یوازې لوبه بلکې د زونونو په کچه اتلولۍ جام هم وګټلو.
د خوست په کوربتوب پای لوبه کې مس عینک لوبډلې د پچې په ګټلو لومړۍ لوبه وکړه او ټوله لوبډله په ۳۰ اور کې په ۶۶ منډو وسوځېدله.
د کوربه مس عینک لوبډلې له خوا ټاکل شوی هدف میلمه بند امیر لوبډلې یوازې په ۶ اور کې بغیر له کوم زیان ترلاسه کړ او د اتلولۍ جام یې وګتلو.
د بند امیر لوبډلې په ګټه نننۍ فاینل لوبه کې د پروان ولایت لوبغاړي شاهد الله په ۲ اشاریه ۱ اور کې یوازې ۱ منډه ورکړه او ۴ ویکټې یې ترلاسه کړې او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
شاهد الله په دې لوبې سره دغوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه، چې لوبډلې یې د ۶۷ منډو هدف بې له کوم زیان په ۶ اور کې ترلاسه کړو.
د هېواد د ۵ زونونو ترمنځ د تنکیو ځوانانو۱۶ کلنو ۵۰ اوریزه کرکټ سیالۍ ۶ ورځو له پاره په خوست ولایت کرکټ لوبغالي کې ترسره شوې.
د زونونو ترمنځ د تنکیو ځوانانو په کې سیالیو کې د اتلې بند امیر لوبډلې بېټسمین کامران خان په ۲۱۵ زیاتو منډو مخکښ بېټسمین وو.
دغه راز د دویم مقام ګټوونکې مس عینک لوبډلې بالر نسیم الله بیا په ۵ ترسره شویو سیالیو کې په ۱۴ویکټو له نورو بالرانو مخکښ بالر وو.