بلخ کې د ۸ زره کورنيو د برښنا د لګښت پیسې طالبان اخلي

د بلخ ولايت د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي، په دې ولايت کې د ۸ زره کورنيو د برښنا د لګښت پيسې د طالبانو له لوري ټولېږي. د ياد ولايت يو شمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي، له دوه کلونو راهيسې دوی نه پوهېږي چې د دوی د برښنا د لګښت پيسې چېرته ځي.

د بلخ يو اوسېدونکی وايي، هم دولت او هم طالبان ورنه د برښنا لګښت د پيسو د ورکړې غوښتنه کوي.

بلخ کې  د برښنا شرکت مسوولان د ياد ولايت د اوسېدونکيو ادعا تاييدوي او وايي، له ۱۰مياشتو راهيسې يې د درې ولسواليو کې د برښنا د لګښت پيسې نه دي راټولې کړي چې شاوخوا ۱۰ زره کورنۍ کېږي.

ياد ولايت کې د برښنا شرکت رييس حمید‌الله حمید سلام‌وطندار ته وايي، د طالبانو له لوري چې څومره پيسې ټولېږي کره معلومات نه لري؛ خو مني چې طالبان له يو شمېر کورنيو د برښنا د لګښت پيسې ټولوي.

د نوموړي په وينا، دوی نه دي توانېدلي چې په دومره وخت کې د بلخ او چمتال ولسواليو او افغانيه او ترکمنيه سيمو کې مېټرې وګوري.

د بلخ د والي وياند منیر فرهادي وايي، تر اوسه پورې د برښنا شرکت ورته په دې اړه رسمي شکايت نه دی کړی.

وسله‌والو طالبانو هم تر اوسه پورې په دې اړه چې د برښنا د لګښت پيسې ټولوي څه نه دي ويلي.

له دې سره د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حدید د حکومت مرکزي اداره او د برښنا شرکت مسوولان په دوه‌ګوني چلند تورنوي او وايي چې په دې ولايت کې د برښنا بيه لوړه ده او دا لويه ستونزه ده.

بلخ کې د وارداتي برښنا د هر کيلو واټ بيه ۶.۲۵ افغانۍ ده په داسې حال کې چې کابل او هرات کې د برښنا د یوه کيلو واټ بيه ۲.۲۵ نه تر ۴ افغانيو پورې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام