د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکيو د امنيتي ځواکونو له لوري په ياده ولسوالۍ کې د شپږو ملکي وګړيو د وژلو په غبرګون کې لاريون وکړ.
معترضان وايي، امنيتي ځواکونو تېره شپه په « بوکه» سيمه کې يو کور په نښه کړی چې په پايله کې يې ۳ مېرمنې او ۳ ماشومان وژل شوي دي.
معترضانو د يادو وژل شويو کسانو جسدونه د بلخ ولسوالۍ يوې څلور لارې ته راوړي او وايي چې د دې پېښې عاملان دې مجازات شي.
دوی خبرداری ورکوي، تر هغه يې غوښتنو ته رسيدهګي ونه شي جسدونه به خښ نه کړي.
د بلخ ولايت د ولايتي شورا يو شمېر غړي هم وايي چې ياد کسان د امنيتي ځواکونو له لوري په عملياتو کې وژل شوي دي.
خو د ۲۰۹ شاهين قول اردو په يوې خبرپاڼه کې د ملکيانو وژل رد کړي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې امنيتي ځواکونو بلخ ولسوالۍ کې د طالبانو پر پوستو هوايي بريدونه کړي دي.
د يادې قول اردو وياند حنیف رضايي وايي، د بلخ ولسوالۍ په پنځو کليو کې هوايي بريدونه شوي چې په پايله کې يې ۱۶ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.