له بغلان ولایت څخه را رسېدلي راپورونه وايي، چې د یاد ولایت په نهرین ولسوالۍ کې یو سیمهییز زورواکي پر شاوخوا ۳ زرو کورونو د څښاک اوبو مخه نيولې ده.
د یادې ولسوالۍ زاړه ښار یو شمير اوسیدونکو او قومي مشرانو سلام وطندار ته وویل، ۱۰ کاله وړاندې د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت په ډیر لوړ لګښت دیادې سیمې ۳ زره کورنیو ته د بغلک سیمې له چینې څخه په نلونو کې د څښاک اوبه رسولې وې، خو اوس د ارباب رمضاني په نوم یو سیمهییز زورواکي پرې بندې کړې دي.
ددغو قومي مشرانو پر خبره، که حکومت په چټکۍ سره ددې ستونزې د حل په موخه اقدام و نهکړي د نهرین ولسوالۍ د "بغلک" او "توه شخ" سیمو اوسیدونکي به له بیلا بیلو ناروغیو سره مخ شي.
د نهرین ولسوالۍ درې قومي مشران محمد ګل، نجیبالله او حاجي محمد نصیر وویل، چې دوی اوسمهال له سختو ستونزو سره مخ دي او یوه بوشکه اوبه ورته په ۱۰۰ افغانیو تماميږي.
دوی وايي، چې که څه هم د دغه سیمهییز زورواکي په سل مترۍ کې دولت پورت دی، خو څوک يې پوښتنه هم نهکوي.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د حاجي ارباب رمضاني نظر هم ولرو، خو له بیا ـ بیا اړیکو نیولو سره ـ سره بریالي نه شو.
د نهرین ولسوال فضلالدین مرادي سلام وطندار ته په خبرو دا ستونزه ومنله، خو زیاته یې کړه چې دوی هڅې کوي، څو د بغلک سیمو اوسیدونکو ته د څښاک اوبو ستونزه هواره کړي.
بغلان یو له نا امنه ولایتونو شمېرل کیږي، چې د وسلهوالو طالبانو ترڅنګ سیمهییز زو واکي او غیر مسئوله وسلهوال هم ډیری وخت په دغه ولایت کې د کلیو اوسیدونکي ځوروي او ځمکې يې هم غصبوي.