بغلان کې طالبانو ته د مرکزي بغلان ولسوالي یوه سټراټېژیکه سیمه سپارل شوې

طالبانو له تېرو څو ورځو راهیسې د بغلان ولایت پر بېلابېلو سیمو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. دې ډلې پرون ماښام د مرکزي بغلان ولسوالي ډېره برخه نیولې او په پلخمري ښار کې یې یوشمېر سرتېري وژلي دي.

د بغلان د ولایتي شورا رییس محمدصفدر محسني وايي چې د مرکزي بغلان ولسوالي د حسن تال سټراټېژیکه سیمه په یوې سیاسي معامله کې طالبانو ته سپارل شوې ده او یادې ډلې په پلخمري ښار کې د یوې پوستې په نیولو سره ۹ سیمه‌ييز پولیس وژلي او ۵ نور سرتېري یې ټپیان کړي دي.

په همدې حال کې د حسن تال اوسېدونکي محمدخان سلام‌وطندار ته وویل چې په یاده سیمه کې د نښتو له پیل سره سم لسګونو کورنیو خپل کورونه پرېښي او طالبانو هم څو کورونه سوځولي دي.

خو د بغلان د امنیې قومانداني ویاند احمدجاوید بشارت وايي چې په یاده پېښه کې ۳ سرتېري او ۶ طالبان وژل شوي او ۲ سرتېري او ۲ طالبان ټپیان دي.

د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونه په حسن تال ولسوالي کې هېڅ پوسته نه‌لري او طالبانو پر یوې غونډې د امنیتي ځواکونو له ځای پرځای کېدو سره سم، پر یاده سیمه برید کړی دی.

د مرکزي بغلان د ولسوالي اړوند د حسن تال سیمه چې پنځه کلي لري، د یادې ولسوالي یوه ستره او سټراټېژیکه سیمه ده. دا ولسوالي د بغلان له برکه او نهرین ولسوالیو او د کندوز ولایت له علي‌اباد ولسوالي سره ګډه پوله لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام