په بغلان ولایت کې وروستیو ناامنیو د دغه ولایت ډاکتران اندېښمن کړي دي.
په یوه تازه پېښه کې ناپېژاندو وسلهوالو د بغلان د مرکز پلخمري ښار د لومړۍ امنیتي حوزې څنګ ته د غاښونو یو کلینیک سوځولی دی.
د بغلان د عامې روغتیا رییس محبالله حبیب سلاموطندار ته وویل، د امنیت په ټینګښت کې د امنیتي ځواکونو د کمزورتیا له امله د دغه ولایت د ولایتي روغتون ځینو متخصصانو او ډاکترانو دندې پرېښي دي.
د نوموړي په وینا، که په پلخمري ښار کې امنیتي وضعیت همداسې دوام وکړي، د روغتون ګڼشمېر ډاکټران به له لاسه ورکړي چې په وینا یې اوس هم د یادو اندېښنو له امله ګڼ شمېر ډاکټران روغتون ته نه ورځي.
سیدعلي ایت په بغلان کې د ارواپوهنې یوازینی متخصص و چې د کار په دفتر کې یې د ایښودل شوي ماین په چاودنه کې ژوند بایلود. د ډاکترانو په موټر کې د ماین ایښودل، وهل ډبول او هغوی ته د مرګ ګواښونه په بغلان کې بیا بیا تکرار شوي دي.
په بغلان ولایت کې یو ډاکټر فرید وايي، که امنیتي ځواکونه د ډاکترانو امنیت ونه نیسي، دوی خلکو ته روغتیایي خدمتونه نهشي وړاندې کولای.
خو د بغلان د امنیې قومانداني ویاند احمدجاوید بشارت وایي، تراوسه هېڅ ډاکټر له امنیتي اړخه پولیسو ته نهدی ورغلی او نه یې هم پهدې اړه ورته شکایت کړی دی او په وینا یې، امنیتي ځواکونه په ټول توان هڅه کوي چې د خلکو، په ځانګړې توګه د ډاکټرانو امنیت خوندي کړي.
خو سلاموطندار ته رسېدلي سندونه ښیي چې د بغلان ډاکترانو دوې میاشتې وړاندې له امنیتي مسوولانو د روغتیایي کارکوونکیو د امنیت خوندیتوب غوښتنه کړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې ډاکټران د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له امنیتي ستونزو، وهلو ډبلو، باج اخیستلو، تېري او د مرګ له ګواښ سره مخ دي. څو ورځې وړاندې په سمنګان ولایت کې ناپېژانده وسلهوال یوه روغتیايي مرکز ته ور ننوتي او هلته یې پر یوې قابلې ډلهییز جنسي تېری کړی و.