بغلان کې د قالینو اوبدلو صنعت مخ په رکود دی

د بغلان ولایت د قالینو اوبدلو صنعت په تېر وخت کې د افغانستان په صادراتي سوداګریزو کالیو کې ځانکړی ځای درلود، په دې وروستیو کلونو کې دغه صنعت زیانمن شوی او بازار یې خراب شوی دی.

د دغه ولایت ځېنې قالین اوبدونکي وايي، چې حکومت د دغه صنعت پراختیا له پاره پاملرنه نه ده کړې او وايي، چې د مناسب بازار نشتوالي د قالینو صنعت د رکود لامل شوی دی.

دوی وايي، چې د افغانستان قالینې د نورو هېوادونو په نومونو په نړیوالو بازارونو کې پلورل کيږي او دغې چارې د افغاني قالینو باور سخت زیانمن کړی دی.

په ورته وخت کې د قالینو سوداګر هم وايي، چې د افغانستان د قالینو صنعت هغه وخت د ردکو له ګواښه ژغورلی شو، چې حکومت د دغه صنعت ملاتړ وکړي او په نړیوال بازار کې ورته بازار موندنه وکړي.

د دوی په خبره، په بغلان کې د قالینو اوبدلو صنعت په کم رنګه کېدو سره شاوخوا ۱۰ زره مېرمنې او نارینه بې روزګاره شوي دي.

په هېواد کې د ۴۰ کلونو جنګ په اوږدو کې پاکستان په زرکونه افغان قالین اوبدونکي را ټول او له دې لارې یې د پاکستان قالینو اوبدلو صنعت یې نړیوال شهرت ته ورساوه.

د افغانستان صنعت کاران وايي، چې اوس هم د افغانستان تولید شوې قالینې پاکستان ته ځي او هلته له منځلو وروسته نړیوالو بازارونو ته د پاکستان په نوم صادریږي.

دغه سوداګر وايي، له بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته د ماشیني قالینو واردولو د قالینو صنعت زیانمن کړی او دغه قالینې له ترکیې، ایران او پاکستان څخه وارېدیږي.

په افغانستان کې د ټولو امنیتي او اقتصادي ستونزو سره سره ترکمنۍ، بلوچۍ او چوبرنګ افغانۍ قالینې په نړیوالو بازارونو کې ښه شهرت لري.

زیات شمېر هېواد وال په دې باور دي، چې د افغاني قالینو بیو ډېروالی د دې لامل شوی، چې خلک په لاس جوړو شویو بومي قالینو په ځای ماشیني قالینې واخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام