بغلانیان: که مو د برېښنا ستونزه حل نه‌شي د کابل برق پرې کوو

د سیمې خلک وايي، څلور کاله کېږي د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ ستر سب سټېشن چارې بشپړې شوي او د برېښنا وېش انتظار باسي؛ خو قراردادي شرکت ته د وزارت له خوا د پیسو نه ورکولو له کبله شرکت د برېشنا وېش چارې ځنډولي دي.

د بغلان ولایتي شورا او یو شمېر خلک د اوبو او انرژۍ وزارت د مدیریت په ضعف تورنوي او خبرداری ورکوي، که دوی ته د برېښنا وېش پيل نه شي؛ کابل ته د وارداتي برېښنا مزي به غوڅ کړي.

د دې ولسوالۍ یو قومي مشر ارباب فرامرز وویل، څلور کاله کېږي د مرکزي بغلان ولسوالۍ د برېښنا سب سټېشن چارې تکمیل شوي؛ خو قراردادي شرکت ته د وزارت له خوا د پیسو نه ورکولو له کبله شرکت د برېښنا ویش بهیر ځنډولی دی.

د دې سیمې یو بل قومي مشر حاجي دل اقا وايي، دوی نور له دې ډېر ظلم په ځان نه شي زغملی او خبرداری ورکوي، د برېښنا هغه ستنې چې د دوی له ځمکو تېرې شي ویجاړې به یې کړي.

د مرکزي بغلان ولسوال گوهرخان بابری وايي، دوی هم د دې ولسوالۍ د خلکو ترڅنګ د برېښنا نه شتون له ستونزې سره مخ دي؛ پوځي پوستې او مرکزونه کافي برېښنا نه لري.

له بلې خوا د بغلان د ولایتي شورا رییس اسدالله شهباز وویل، د اوبو او برېښنا وزارت څو کاله کېږي دوی ته په بېلابېلو پلمو دوکه ورکوي او د مرکزي بغلان سب سټېشن یې نه دی فعاله کړی.

شهباز وویل، که دا ستونزه حل نه شي د سیمې خلک به کابل ته د ورادتي برېښنا مزي پرې کړي.

دی وايي، که سب سټېشن فعاله شي په مرکزي بغلان او څوو نورو ولسوالیو کې به د برېښنا ستونزه حل شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت معین امان الله غالب په دې اړه وویل، د بېلابېلو ستونزو له امله د دې سب سټېشن د فعالولو چارې ځنډول شوي او د دې سب سټېشن قراردادی شرکت د یو لړ دلایلو له مخې جریمه شوی دی.

دی وايي، قراردادي شرکت به په نږدې وخت کې د برېښنا د وېش او د دې سب سټېشن د فعالوو چارې پیل کړي.

بغلان ولایت د دې ترڅنګ چې د برېښنا د اوبو دوه بندونه لري د وارداتي برېښنا نه هم ګټه اخلي؛ بیا هم د دې ولایت د ډېرو سیمو اوسېدونکي له برېښنا بې برخې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام