بغلانیانو د دې ولایت تابوت د ارګ دروازې ته وروړ

د بغلان یوشمېر ځوانانو او مدني فعالانو نن د اعتراض په توګه د دې ولایت جنازه له دهن‌باغه د ارګ خوا ته یووړه.

دوی وايي، بغلان کې د ناامنۍ او نامتوازنې پراختیا ترڅنګ ګڼې ستونزې شته او حکومت یې باید د حل له‌پار اقدام وکړي.

د بغلان یو مدني فعال بشیراخندزاده وايي، دا کار د بغلان ژغورنې له‌پاره کوي او له ولسمشره غواړي چې یاد ولایت وژغوري یا یې هم فاتحه واخلي.

د دې ولایت یو بل مدني فعال عبدالقدوس وايي، شاوخوا ۶۰ ځوانان له بغلانه کابل ته راغلي او دلته تر یوشمېر نورو بغلانیانو سره تر یوځای کېدو وروسته د ارګ دروازه وټکوي.

نوموړی زیاتوي، په خپل مدني حرکت سره غواړو له ولسمشر سره وګورو او د یاد ولایت ستونزې ورپه ګوته کړو چې د حل له‌پاره یې لاس په‌کار شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په بغلان ولایت کې د ناامنیو او نورو ستونزو په اړه راپورونه خپاره شوي، خو حکومت یې تراوسه په اړه د پام وړ اقدام کړی نه‌دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام