د دوشي ولسوالۍ یوې لېرې پرتې سیمه کې سره لهدې چې د نجونو لېسه کلیو د سیمو اوسېدونکیو نه لېرې ده او ښوونځي ته تللو ـ راتللو کې څو ساعته پلی تګ وکړي؛ ځېنې وخت نجونې زدهکوونکې ښوونځي ته تللو کې هم ګڼو ستونزو سره مخېږي.
د ښوونځي دوې زدهکوونکې سونیا او شادبیګم وايي، هغوی هره ورځ ښوونځي ته دوه درې ساعته پلی تګ کوي.
دوی ـ چې غواړي راتلونکي کې ډاکټرانې شي ـ له جلورک او قرغزن سیمو نه کلانګذر لېسې ته د درس ویلو لهپاره هره ورځ درې ساعته مزل کوي.
دا یوازینی ښوونځی دی چې د دوشي ولسوالۍ له څوو لېرې پرتو سیمو څخه نجونې ورته په دوه دورو کې د درس ویلو لهپاره ورځي.
د دغو زدهکوونکیو د کورنۍ یو غړی عبدالعزیز وايي، ځېنې کورنیو د ښوونځي لېرېوالي له امله خپلې سیمې خوشې کړي او نورو هغو سیمو ته کډه شوي چې ښوونځي ته تګ پهکې اسانه وي.
د ده په خبره، هغه ماشومان ـ چې درېیم او څلورم ټولګي کې دي ـ باید پلار او ورور یې ورسره تر ښوونځي پورې لاړ ځي چې په لاره کې ستړي او زړه تنګي نهشي.
پر همدې مهال د بغلان د دوشي ولسوالۍ د پوهنې نظارت غړی بسمالله د زدهکوونکیو ستونزې مني او له مرستندویو بنسټونو غواړي چې دغو زدهکوونکیو ته څو عرادي موټرې ورکړي.
د دوشي ولسوالۍ د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولسوالۍ کې ۵۲ بابه ښوونځي او ۲۵زره زدهکوونکي دي چې د نږدې ۲۰ کلیو اوسېدونکي دغې ستونزې سره مخ دي.
ورته مطالب:
د غور اوسېدونکیو ۴۱۶ جریبه ځمکه ښوونځیو ته ځانګړې کړه