د بغلان په دوشي او تالهوبرفک ولسوالیو کې د واورې او باران اورېدو له کبله د شاوخوا ۲۰ کلیو لارې تړل شوي چې له کبله یې نږدې ۸ سوه څاروي له منځه تللي دي.
د بغلان د ولایتي شورا غړی سمېعالله ناظر وايي، له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې یادې لارې تړلې دي او که ژر تر ژره خلاصې نهشي، د دغو ولسوالیو ۸ زره کورنۍ چې ټول یې مالداري کوي، له ګڼو ستونزو سره مخ او دغه راز له ۲۰ زرو ډېر څاروي به له منځه لاړ شي.
په همدې حال کې د دوشي ولسوالي د پراختیايي شوراګانو ټولنې رییس سیدکمال وايي، یاد کلي له ولسوالیو ۱۰۰ کیلومتره لرې دي، ناروغان روغتون او درملنې ته لاسرسی نهلري او د ده یوه خپله هم د یادو لارو تړل کېدو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سلګونه کسان د بامیان ـ غور پر لویه لار بند پاتې دي
واورې او توپان د کابل ـ بامیان لویه لار وتړله
د واورې اورښت د دایکندي ـ کابل لاره تړلې
خو د بغلان له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس احمدنصیر کهزاد وايي، سره له دې چې د شاوخوا اتو کلیو لارې تړل شوي، خو تراوسه په یادو کلیو کې کومه ستونزه نهده پېښه شوې.
د بغلان په دوشي او تالهوبرفک ولسوالیو کې د واورو او بارانونو اورېدو له کبله، د نږدې اته زرو کورنیو لارې تړل شوي او د سیمې اوسېدونکیو په وینا، د بغلان ځايي ادارې تراوسه په دې برخه کې هېڅ ډول اقدام نه دی کړی.