د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، چې په ۱۳۹۴م لمریز کال کې د کم عمر ۲۳۵ ودونه دوی ثبت کړي، چې د تېر کال په پرتله ۱۰ ځله زیاتوالی په کې لیدل کیږي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رېیسې سیما سمر د یکشنبې په ورځ (جولای ۱۷مه) د "ماشومانو د ودونو مخنیوي" تر نوم لاندې خبري غونډې ته وویل، چې په هېواد کې د کم عمره او جبري ودونو پیښې زیاتې شوې دي.
نوموړې زیاته کړه:" په ۱۳۹۲م ز کال کې ۲۲۷ کسان وو په ۱۳۹۳، ۲۲۵ کسان او په ۱۳۹۴ کال کال کې ۲۳۵ کسانو ته رسیږي، چې ټولې دوسیې په نجونو پورې تړلې دي."
د هغې پر وینا، کېدای شي، چې دغه شمېره له دې هم زیاته شي.
میرمن سمر وايي، چې د پرمختللو هیوادو په پرتله په وروسته پاتې هېوادو کې د ماشومانو او جبري ودونو پیښې زیاتې وي.
سیما سمر زیاتوي، کورنۍ د خپلو ماشومانو حقونه تر پښو لاندې کوي چې یوه بیلګه یې د ماشومانو ودونه دي، چې د کورنیو له پاره جدي خطرونه هم لري.
په همدې حال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کمشنر عبدالرحمان هوتکي خبري غوندې ته وویل، چې جبري ودونه په اسلام کې ځای نه لري او کورنۍ د شخصي ګټو په موخه خپل کم عمره ماشومان دغه کار ته اړ کوي.
له دې ټولو سره د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له حکومته غواړي، چې له ښځو سره د تاوتریخوالي منع کولو قانون کې تعدیل راوستلو ترڅنګ په دې برخه کې خپلې کړنلارې پلې کړي.