بروکس کویپکا د امریکې ګالف سیالیو نوی اتل شو

د امریکې ازاد ګالف نړېوالې سیالۍ د امریکایي لوبغاړي بروکس کویپکا په اتلولۍ سره پای ته ورسيدې او د لومړي ځل له‌پاره د کومو سترو ګالف سیالیو اتلولي وګټله.

د سیالیو د رسمي ویپپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه امریکایي لوبغاړي بروکس کویپکا هغه ریکارډ برابر کړ، چې په ډیرو کمو ۱۶ امتیازونو سره بیا هم د ګډون کوونکو لوبغاړو په ډله کې ګټوونکی اعلان شو.

د یادونې وړ ده، چې د امریکې ۱۱۷م پړاو ازادو ګالف سیالیو کې ددغه لوبې تکړه لوبغاړو برخه اخیستې وه، چې د ویسکونسین ښار په ایرین تپو کې ترسره شوې.

امریکایي لوبغاړي بروکس کویپکا اوس‌مهال ۲۷ کاله عمرلري، په لس کلنۍ کې یې د موټر ټکر وروسته ګالف لوبې ته مخه کړې ده او په ۵مه هڅه یې د امریکې په کچه د ګالف سیاليو لومړۍ اتلولي وګټله.

کویپکا ته د اتلولۍ ګټلو وروسته د خپل ملګري فلیټ ویټ لخوا مبارکي وویل شوه او نوموړی یې په لومړۍ اتلولي او ښکلې لوبې سره وستایه.

د امریکې دګالف دغه نوي ستوري بروکس کویپکا په ۲۰۱۲ کال کې مسلکي ګالف ته مخه ښه کړه او د امریکې ازادو ګالف سیالیو اتلولۍ ګټلو وړاندې یې دوه ځلې د اروپا سفر، دوه ځلې یې د "پي، جي اې" ګالف سیالیو او یو ځل یې د جاپان ګالف سیالیو اتلولۍ ګټلي دي.

د امریکې ازادو ګالف سیالیو اتلولۍ په ګټلو سره د فلوریډا ایالت دغه لوبغاړي بروکس کویپکا د اتلولۍ جام ترڅنګ ۲ اعشاریه ۱ میلیون ډالر دانعام په توګه وګټل.

بروکس کویپکا په‌دې اتلولۍ سره اوسمهال د ګالف لوبغاړو په نړیواله درجه بندۍ کې د نړۍ په بهترینه ګالف لوبغاړو کې لسم مقام له ځان سره لري.

د ګالف په نړیواله درجه بندۍ کې اوس‌مهال امریکایي لوبغاړی جسټن جونس په زیاتو امتیازونو سره لومړی مقام له ځان سره لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام