بدخشان کې له اوبو د استفاده کوونکیو ټولنې جوړې شوي

د بدخشان کوکچې سیند فرعي حوزې مسوولان وايي، د اوبو سرچېنو د مدیریت او د اوبو وېش پرسر د لانجو مخنیوي له‌پاره له اوبو د استفاده کوونکیو ټولنې جوړې شوي دي.

د کوکچې سیندي حوزې مسوول رفیع بهمن سلام‌وطندار ته وویل له اوبو د استفاده کوونکیو ټولنو له جوړېدو مخکې د کانالونو ساتنه، خوندیتوب او د اوبو سرچینو مدیریت سترې ستونزې ګڼل کېدې خو د اوبو ۱۷ ټولنو له جوړېدو وروسته د مدیریت او د اوبو سرچینو کارولو ستونزې هوارې شوي دي.

د ښاغلي بهمن په وینا، له اوبو د استفاده کوونکیو ټولنې د شخړو مخنیوي ترڅنګ توانېدلي خلک د اوبو برابر وېش، ساتنې او له تخریبه د مخنیوي په برخو کې سره یو کړي.

بدخشان کې له اوبو د استفاده کوونکیو ټولنې مسوولان وايي د اوبو سرچینو مدیریت نوې بڼې په کارولو سره توانېدلي د ډېرو او لږو اوبو فصل جدول جوړ او ترڅنګ یې د اوبو برابر وېش فرعي ډلو په جوړولو سره د اوبو پر سر له سیمه‌ییزو شخړو مخنیوي وکړي.

د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کې د یوې ټولنې مسوول بشیر احمد حارث سلام‌وطندار ته وویل، د ټولنو له جوړېدو سره د شخړو لامل پېژندلو ترڅنګ د ټولنې غړیو او مشرانو په واسطه ستونزې ژر حلیږي.

د کوکچې سیندې فرعي حوزې مسوولان وايي له اوبو د استفاده کوونکیو ټولنې د اوبو قانون پر بنسټ د سیندي حوزو ریاستونو په چوکاټ کې له څوو کلونو راهیسې جوړې شوې چې له دغه کار سره د اوبو سرچینو ګټه اخیستنه معیاري شوې.

د کوکچې سیند فرعي حوزې مسوولانو په وینا، د ویجاړو شویو سیمو جوړول، کانالونو بیارغونه، اوبو برابر وېش، د وچکالی په اړه خبرداری، د اوبو جریان کچې پربنسټ د کرنې سیستم تنظیم د دغو ټولنو اساسي دندې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام