بدخشان: طالبان او سیمه‌ییز پولیس له خلکو په زوره پیسې اخلي

د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي وايي، وسله‌وال طالبان او په دولت پورې تړلي سیمه‌ییز پولیس، یو شمېر سیمو کې له خلکو په زوره پیسې اخلي.

د هغوی په وینا، که خلک د طالبانو او سیمه‌ییزو پولیسو غوښتنه ونه مني، د وهلو ـ ټکولو ترڅنګ په مرګ ګواښل کېږي.

د بدخشان ولایتي شورا غړی احمد جاوید مجددي سلام‌وطندار ته وايي، له خلکو نه د طالبانو د جبري عشر او ذکات راټولولو ترڅنګ، سیمه‌ييز پولیس او د ولسي پاڅون کوونکیو په نوم وسله‌والې ډلې هم له خلکو عشر ټولوي.

نوموړی وايي، که څه هم دا مسله یې په وار وار د بدخشان سیمه‌يیزو او امنیتي مسوولانو سره شریکه کړې، خو په وینا یې تراوسه یې په اړه اقدام شوی نه‌دی.  

د بدخشان بهارک ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالغني وايي، سیمه‌ييزو پولیسو د عشر نه ورکولو له  کبله وهلی دی.

د نوموړي په وینا، سیمه‌ييز پولیس او ولسي پاڅون کوونکي د خلکو پر کروندو ګرځي او په زوره د عشر او ذکات په  نوم له خلکو پیسې اخلي. عبدالغني نیوکه کوي، که څه هم دولتي ادارو ته یې په دې اړه شکایتونه کړي، خو تراوسه یې ځای نیولی نه‌دی.

خو د بدخشان امنیې قوماندان محمدصابر ارین دا پړه پر وسله‌والو طالبانو اچوي او وايي چې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې له خلکو د عشر په نوم پیسې ټولوي.

د ارین په وینا، تراوسه یې په دولت پورې تړلیو وسله‌والو په اړه ورته شکایت شوی نه‌دی او که دا موضوع رښتیا وي، عاملان به یې ونیسي.

د بدخشان ولایت کروندګر وايي، طالبان، سیمه‌ييز پولیس او نامسووله وسله‌وال د عشر او ذکات په نوم ورنه په زوره پیسې ټولوي چې دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او په وینا یې که دولت یې مخه ونه‌نیسي، اړ دي چې کور او کلی ورته پرېږدي او له سیمې کډه وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام