په بدخشان کې د واورې ښويېدنې تازه پېښې ۶تنه وژلي او ۷ نور ټپیان کړي دي.
دا پېښه د بدخشان د یمګان ولسوالي په کلف زار سیمه کې شوې ده، چې شل کورونه يې هم ویجاړ کړي دي.
د بدخشان چارواکي وايي چې د واورو ډېر ورښت د بدخشان د یمګان، اشکاشم او شغنان ولسوالیو لارې هم تړلې دي.
د دوی په خبره د واورې د ډېرښت له امله دوی نه شي کولای، چې تر واورو لاندې جسدونه را وباسي.
د بدخشان چارواکي وايي چې د نړېدلیو کورونو څښتنانو ته زیان نه دی اوښتی او په خبره يې د لومړنیو مرستو له پاره يې دوی هڅې کوي.
په بدخشان کې د اظطراري حالاتو کمېټه وايي چې دوی د زیانمن شویو له پاره د الوتکي غوښتنه هم کړې ده، ویل کېږي چې په بدخشان کې د واورې ډېرښت د دې ولایت د ۱۳ ولسوالیو لارې تړلې دي.
په غرني ولایت بدخشان کې نږدې هر کال د واورې ښويېدو له امله زیان رو اوړي، د روان کال په پیل کې هم شدیدو باراني ورښتونو د بدخشان په ارګو سیمه کې ګڼې کورنۍ د ویر په ټغر کېنولې.