بدخشان؛ طالبانو پر درواز پايين ولسوالۍ بريد کړی

د درواز پايين ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، طالبانو تېره شپه پر يادې ولسوالۍ بريد وکړ او د دې ولسوالۍ يو شمېر سيمې يې ونيولې.

دوی وايي، طالبانو د درواز بالا ولسوالۍ له لوري پر درواز پايين ولسوالۍ بريد وکړ د او ولسوالۍ يو شمېر سيمې يې نيولي؛ خو د ولسوالۍ ودانۍ، امنیې قومندانۍ او نورې دولتي ودانۍ يې نه دي نيولي.

د بدخشان د امنيې قومندانۍ وياند ثناالله روحاني د ياد خبر په تاييد سره وايي، طالبان د باغ‌رېګي سيمې ته رسېدلي او خپلو لپاره يې امنيتي ځواکونه لېږلي دي.

که څه طالبان ادعا کوي چې په دې نښتو کې يې امنيتي ځواکونو مرګ‌ژوبله اړولې ده؛ خو د بدخشان د امنيې قومندانۍ وياند يوازې د طالبانو له لوري د درې پوله ساتو پوليسو د نيول کېدو خبر تاييدوي. نوموړی وايي، په دې نښتو کې ۲ طالبان وژل شوي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ۲۱۷ پامير قول اردو د دويمې لوا د رسنيو دفتر په درواز بالا ولسوالۍ کې ۱۵ طالبانو د مرګ‌ژوبلې خبر ورکړی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام