د ډنمارک ماینپاکۍ موسېسې ډله یا Danish demining group (DDG) د افغانستان په کچه د لومړي ځل لهپاره په بامیانو ولایت کې یوې ډلې ښځو ته د ماینپاکۍ لاروچارو روزنه ورښيي.
د دې موسېسې مسوولان وايي، دا روزنیزه دوره یوازې د مېرمنو لهپاره ده چې د روان کال د مې میاشتې په ۱۵ نېټه پیل شوې او د جون میاشتې تر ۱۰مې ڼېټې دوام کوي.
په خبره یې دغه پروګرام ته ۱۵ تنه ښځې بریالۍ شوې چې د ماینونو بېلابېلو ډولونو شنډولو په اړه عملي او نظري ښوونه او روزنه ورکول کېږي.
د DDG موسېسې فني سلاکار یاسوهیرو ای چیشي په دې اړه سلاموطندار ته وویل، دغه موسېسه د DRC موسېسې په مرستې دغه پروګرام پیل کړی دی. په خبره یې د دې پروګرام موخه له یوې خوا مېرمنو ته د کاري زمینې برابرول دي او له بل لوري په سیمه کې د ناچاودو توکیو لهمنځه وړل دي.
ای چیشي زیاتوي، د DDG موسېسه د دغه پروګرام په پای کې د افغانستان نور ولایتونه هم ارزوي چې امکاناتو او فرهنګي ظرفیتونو ته په پام به د ښځو لهپاره د ماین پاکۍ روزنیز پروګرام نورو ولایتونو ته هم وغځوي.
د ماین پاکۍ دغه روزنیز پروګرام کې یوشمېر ګډونکوونکې ښځې وايي، زیاتره ښځې د ناچاودو ماینونو ډولونو په اړه پوهاوی نه لري چې دا کار لامل شوی، ښځې او ماشومان د ناچاودو ماینونو قرباني شي.
دغه روزنیز پروګرام ته لاره موندونکې نیکبخته حسني وايي، په دغه روزنیز پروګرام کې یې د ماینونو په اړه ډېر څه زده کړي دي.
مېرمن حسني وايي، چمتو ده بامیانو کې د روزنیزې دورې له پای ته رسولو وروسته نورو ولایتونو ته لاړه شي او د ماین پاکۍ په برخه کې فعالیت وکړي.
د دغه زدهکړییز پروګرام بله ګډونکونکې نجیبه قاسمي وايي، لومړیو کې ورته ماین او تعریف یې وېرونکی و خو اوس له زدهکړو لارو چارو کولی شي نا چاودلي ماینونه شنډ کړي.
افغانستان له هغو هېوادونو دی چې د تېرو څو لسیزو جګړو او بېثباتۍ له امله زیات شمېر ناچاودلي ماینونه په کې ځای پر ځای شوي دي.
د DDG موسېسې مسوولان له ۱۹۹۹ کال را په دې خوا د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د ماین پاکۍ پروګرامونه او د ماین ګواښونو په اړه د پوهاوي پروګرامونه مخ ته وړي او وايي، هېواد کې د اېښودل شویو ماینونو کره شمېره نه شته او دغه شمېرې د بدلون په حال کې دي.