بامیاني کروندګر په ځایي بازارونو کې د خپلو کرنیزو پیداوارو له هغې جملې د کچالو بیې رالوېدلو په اړه اندېښنه ښیي.
بامیانی کروندګر سیدعباس سلام وطندار ته وویل، هرکال له خپلې ځمکې له ۱۰۰۰ تر ۱۲۰۰ منه کچالو لاسته راوړي؛ خو د کچالو بیه د تېرکال په پرتله سږ کال له۱۵۰ افغانیو ۷۵ افغانیو ته رالوېدلې ده.
دوی له دولت کرنې وزارته غواړي چې له دوی سره همکاري وکړي چې خپل پيداوار وساتلی شي چې په راتلونکي کې یې په ښه بیه وپېرلی شي.
د کچالو یو سوداګر نعمت الله حسیني سوداګر هم په ځايي او ملي بازارونو کې د کچالو بیې رالوېدل تاییدوي، وایي چې په بامیانو کې کچالو من ۸۰ او ۸۵ افغانۍ رانیسي او کابل ته په رسولو ۲۰ افغانۍ نور لګښت هم پرې راځي او پر همدې بیه یې پلوري.
د بامیانو کرنې رییس عبالوهاب محمدي هم د کروندګرو او سوداګرو اندېښنې مني او زیاتوي، حکومت داسې طرحه نهلري چې د کورنیو پیداوارو له جملې یې د کچالو ملاتړ وشي.
ښاغلی محمدي وایي، چې د کچالو ساتنې لهپاره ۳۵۰۰ واړه زېرمتونونه جوړ شوي چې یوازې ۲۰ سلنه کچالو ساتلی شي او ۸۰٪ نور معیاري زېرمتونونه، نه لري.
بامیان له کرنیزو ولایتونو دی چې د دې ولایت غوره پیداوار کچالو دي. په بامیانو کې د کچلو کلني پیداوار دغه توکي ته د هېواد نیمایي اړتیاوې پوره کوي.