په بامیان ولایت کې یوشمېر زدهکوونکي او د هغوی کورنۍ په ښوونځیو کې د ښوونکیو او مدیرانو له تاوتریخوالي او وهلو ډبلو شکایت کوي. دوی وايي، که څه هم وهل ډبول او هر ډول بدني تنبیه په پوهنیزو بنسټونو کې منع ده، خو د بامیان ولایت په یوشمېر ښوونځیو کې اوس هم زدهکوونکي د ښوونکیو له لوري ډبول کېږي.
د بامیان ولایت د یوولسم ټولګي زدهکوونکې زینب چې د ښوونکیو له وېرې د ښوونځي نوم نه اخلي، سلاموطندار ته وویل چې د زدهکوونکیو په وړاندې د ښوونځیو د مدیر او ښوونکیو تاوتریخوالی یې څو ځله لیدلی دی.
د نوموړې په وینا، د یاد ولایت یوشمېر ښوونکي د زدهکوونکیو د ګوتو په منځ کې قلم ورکوي، په خطکش او لرګي یې وهي، له ۷ تر ۱۰ ورځو یې ناسوبوي، د ښځینه زدهکوونکیو جامې پرې شکوي او ان د زدهکوونکیو وېښتان هم قیچي کوي.
دغه زدهکوونکیو وايي چې یوشمېر ښوونکي د دوی د وهلو ډبولو ترڅنګ، ګواښ ورته کوي، که دا موضوع له خپلو کورنیو سره شریکه کړي، ناکام یا هم بل ښوونځي ته به یې ولېږي.
په همدې حال کې د یوه زدهکوونکي مور سهیلا له پوهنې وزارت نه غواړي چې ژرترژره د زدهکوونکیو د وهلو ډبولو مخه ونیسي.
په بامیان ولایت کې د ماشومانو د ملاتړ یوې شبکې مسوول عارف محبي هم د دې موضوع د تایید ترڅنګ وايي چې دوی په یوه منځني ښوونځي کې د ۹ ښځینه زدهکوونکیو د وهلو ډبولو څو ویډیوګانې لري چې د ښوونکیو له لوري وهل کېږي.
هغه وايي، د دې ستونزې د حل لپاره یې څو ځله عدالت غوښتی، خو تراوسه یې پایله نهده لرلې.
خو د بامیان ولایت د پوهنې ریاست سرپرست ایوب امیري که څه هم په ښوونځیو کې هر ډول بدني تنبیه منع بولي، خو وايي چې تراوسه ورته پهدې اړه هېڅ راپور نهدی رسېدلی.
بلهخوا په بامیان ولایت کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ماشومانو برخې مسوول عزیزالله رحماني هم د زدهکوونکیو وهل ډبول د بشري حقونو له ارزښتونو سره په ټکر کې بولي او وايي چې دا کار د زدهکوونکیو پر روحیه منفي اغېزې کوي.