باز محمد مبارز د روسي سیال ماتولو له پاره تایلینډ ته لاړ

د افغانستان د ازادې مبارزې (فري فایټ) مشهوره لوبغاړی باز محمد مبارز نن پنجشنبه (اپرېل ۷) له کابل څخه د تایلینډ پلازمینې بنکاک ته روان شو.

د افغانستان بدني روزنې ریاست له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، نوموړی به په تایلینډ کې د روسی سیال "مکسین کتکوف" خلاف سیالۍ ته ښه تیاری ونیسي.

باز محمد مبارز نن د افغانستان د بدني روزنې ریاست د لوړو پوړو چارواکو له خوا د تایلینډ پلازمېنې بنکاک په لور رخصت شو.

د بدني روزنې خبرپاڼه لیکي، چې باز محمد مبارز به په تایلینډ کې له مشهوره روزونکو سره  ۱ میاشت تمرین و کړي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په تایلینډ کې د بازمحمد مبارز د تمریناتو موخه د روسي سیال خلاف په راتلونکې (مې) میاشت کې کیدونکې نړیوالې سیالۍ ته ښه تیاری دی.

ویل کیږي، چې روسي مکتکوف د ازادې مبارزې په لوبه کې د روسیې په "دیو" مشهوره دی چې د "مې" میاشتې په ۲۲ مه نیټه به د افغانستان سیال باز محمد مبارز خلاف په مسکو کې د لوبې ډګر ته ووځي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، چې له افغان باز محمد مبارز سره د تایلینډ په تمریناتي سفر کې د هغه روزونکي عبدالواسیع قیومي هم ملتیا کوي.

د بدني روزنې ریاست خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د "فري فایټ" لوبې تکړه لوبغاړي باز محمد مبارز د سفر ټول مصارف د افغانستان بدني روزنې ریاست په غاړه لري.

باز محمد مبارز به روان کال د دویم ځل له پاره په نړیواله سیالۍ کې د لوبې ډګر ته ووځي، چې تیره میاشت ېې په روسیه کې امیر ستاروف ته په اسانۍ سره ماتې ورکړه.

د ازادې مبارزې (فری فایټ) لوبغاړي باز محمد مبارز ته تیره اوونۍ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له خوا د پولیسو سفیرلقب هم ورکړل شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام