د فوټبال نړۍ مشهور اسپانوي کلپ بارسلونا د اسپانیی په روانو ۸۷م پړاو «لالیګا» سیالیو کی ۴ د ۲ ګولونو پر وړاندې ډیپورټیف لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
په سیالۍ کې د بارسلونا په ګټه لیونیل میسي هیټرېک وکړ او خپلې لوبډلې ته یې په روانو لالیګا سیالیو کې ۲۵مه اتلولي وګټله.
د لالیګا سیالیو په تاریخ کې تر ټولو زیاتې اتلولۍ ریال ماډریډ کلپ ګټلي چې له ۱۹۲۹ کال راهیسې یې ۳۳ ځلې د اتلولۍ جامونه ترلاسه کړيدي.
دا د فوټبال په تاریخ کې د لیونیل میسي ۴۶م هیټرېک و چې د بارسلونا کلپ او خپل هېواد په ګټه یې ترسره کړېدي او هم په روانو لالیګا سیالیو کې په ۳۲ ګولونو مخکښ ګولوهونکی دی.
د اسپانیې په روانو ۸۷م پړاو سترو لالیګا سیالیو کې اوسمهال د بارسلونا په شمول د یو شمېر لوبډلو ۴ او د یو شمېر نورو بیا ۳ سیالۍ لا هم پاتې دي؛ خو بارسلونا د زیاتو امتیازونو په مټ اتله اعلان شوه.
دغه راز دا د بارسلونا د ۵۴ کلن روزونکي ایرنیسټو والورډي لهپاره له بارسلونا فوټبال کلپ سره په لومړۍ دنده کې لومړۍ اتلولي وه.
بارسلونا فوټبال لوبډلې تراوسه په روان فصل کې ۳۴ سیالۍ کړي او تراوسه یی هېڅ سیالي نهده بایللې.
بارسلونا پهداسې حال کې د اسپانیې د روانو سترو لالیګا سیالیو د اتلولۍ جام کره کوي چې تېره اوونۍ یې د اپریل په ۲۱مه نېټه سویلا ته ۵ د صفر ګول پهواسطه ماتې سره د سر په سر څلورم او ټولټال ۳۰م ځل لهپاره د اسپانیې «کوپال ډیل ری» حذفي جام اتلولي هم وګټله.
دغه مشهور فوټبال کلپ بیا د روما خلاف له حیرانوونکې ماتې وروسته د سږ کال اروپا فوټبال کلپونو اتلولۍ جام ګټلو چانس له لاسه ورکړیدی.
بارسلونا داسې مهال د اسپانیې په کچه د فوټبال سترې اتلولۍ ګټي چې د یاد کلپ تر ټولو مشهور او پخواني لوبغاړي اندریس انیسټا د ۲۲ کلونو لوبو وروسته د روان فصل په پای سره د یاد کلپ د پرېښودلو اعلان وکړ.
ښایي د انډریس انیسټا لهپاره د راتلونکې یکشنبې په ورځ وروستی ځل وي چې سر سخت سیال ریال ماډریډ کلپ خلاف په «نوکمپ» لوبغالي د «ایل کلاسیکو» تاریخي لوبه د بارسلونا په ګټه وکړي او د روان فصل تر پایه به د لیونټي، ویلا ریال او ریال سوسایډیډ لوبډلو خلاف هم ولوبېږي.