د افغانستان د ملي جنبش پخواني معاون احمد ایشچي د افغان ولسمشر د مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له خوا پر ده د جنسي تېري دوسیې په اړه د حکومت پڅ عمل د اندېښنې وړ وبللو.
ده له سلام وطندار سره په خبرو کې په ټینګار سره له ولسمشر محمد اشرف غني نه وغوښتل، چې د جنرال دوستم له خوا د نوموړي د جنسي ځورونې دوسیه په جدي توګه وڅېړل شي.
ایشچي خبرداری ورکړ، که حکومت یې دوسیه په جدي توګه ونه څېړي؛ نړیوالې محکمې ته به شکایت وکړي.
ایشچي همدارنګه وویل، چې لویې څارنوالۍ د نوموړي د دوسیې په تور د جنرال دوستم ۹ تنه ساتونکي د ځواب ویلو له پاره جلب کړي؛ خو یو يي هم څارنوالۍ ته نه دی حاضر شوی.
دی له لویې څارنوالۍ غواړي، چې د جنرال دوستم د ساتونکیو د نیولو حکم صادر کړی دی.
خو د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د ایشچي د دوسیې د نورو جزیاتو په اړه څه نه وايي؛ خو زیاتوي چې د دوسیې په اړه د دوی څېړنې روانې دي.
په دې اړه مو د افغانستان ملي جنبش ګوند نظر اخیستلو کوښښ وکړ؛ خو بریالي نه شو.
شنونکي په دې باور دي، که حکومت په ټولو افغانانو یو ډول قانون پلی نه کړي؛ په هېواد کې د قانوندارۍ لمن ټولېږي.
ډېری شنونکي د احمد اشیچي د دوسیې څېړنه او د عدالت تامین د حکومت له پاره جدي ازموینه ګڼي.