ایراني تولیداتو د هرات کارخونې له اقتصادي رکود سره مخ کړي

هرات کې د یو شمېر کارخونو مسوولان پر حکومت د نیوکو ترڅنګ وايي، دغه ولایت ته د افغانی تولیداتو په څېر د بهرنیو هغو واردېدو د هرات کارخونې له اقتصادي رکود سره مخ کړې دي.

هرات کې د بېسکېټو د تولید کارخونې مسوول سیدابراهیم سادات چې څو کاله وړاندې یې شاوخوا ۶ میلیونه ډالره پانګونې کړې، وايي، پر ایران د امریکا بندیزونو لګول، د ایراني تومنو د ارزښت ټیټوالي او هرات ته د افغاني تولیداتو په څېر د بهرنیو هغو را واردېدل لامل شوي چې د کارخونې کلنۍ ګټه یې له ۵۰۰ زرو امریکايي ډالرو نه ۱۰۰ زرو ته راټيټ شي.

د نوموړي په وینا، د کارخونې ۳ برخې یې په ټپه ولاړې دي او د خپلې کارخونې ۶۰ سلنه اومه توکي له ایرانه را واردوي، خو ایراني تولیدات له افغانیو هغو نه په کمه بیه بازار ته وړاندې کېږي.

سادات زیاتوي، څو ځله یې له حکومته غوښتي چې د ده د کارخونې د تولیداتو په څېر پر راواردېدونکیو توکیو ګمرکي محصول زیات یا هم پرې بندیز ولګوي، خو په وینا یې تراوسه په‌دې برخه کې هېڅ ګام نه‌دی اخیستل شوی.

په همدې حال کې د یوې بلې کارخونې مسوول فیض‌احمد وايي، مخکې ۳۰۰ کسانو ورسره په کارخونې کې کار کاوه، خو له تېرو شپږ میاشتو راهیسې د ایراني تومنو ارزښت ټیټېدو او هرات ته د افغاني تولیداتو په څېر د ایراني هغو راواردېدو له کبله یې دغه شمېر ۶۰ کسانو ته را کم کړی دی.

بله‌خوا د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس حمیدالله خادم هم اندېښنه ښيي چې د افغاني تولیداتو په څېر، ایراني توکيو په هرات کې د افغاني تولیداتو بازار نیولی دی.

نوموړی د یادو توکیو د بندېدو غوښتنه کوي او وايي، که حکومت یې مخه ونیسي، د هرات کارخونې کولی شي د افغانانو ډېری اړتیاوې پوره کړي.

دا لومړی ځل نه‌دی چې افغان پانګه‌وال له کورنیو محصولاتو نه د حکومت له نه ملاتړه شکایت کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم حکومت په دې برخه کې په بې‌غورۍ تورن کړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام