ایا برېټانیا به د اروپايي ټولنې غړی شي؟

په دې ورځو کې په اروپاپي اتحادیې کې د برېټانیا په غړیتوب او نه غړیتوب په په رسنیو کې راپورنه ورکول کېږي.

په اروپايي اتحادیې کې د برېټانیا ګډون بېلا بېل موضوعات پیداکړي دي.

په وروستۍ تازه غونډه کې د اروپايي اتحادیې استازو او د برېټانیا لومړي وزیر ډېودې کامرون د جمعې په ورځ په بروکسل او بلجیم کې د اروپايي اتحادیې په راتلونکي او په دې اتحادیې کې د برېټانیا په رول خبرې وشوې.

ډېوېډ کامرون د بروکسل غونډې پایله د خپلې وړاندوینې سره سمه وبلله او زیاته یې کړه، چې د بروکسل غونډې هوکړه به لندن ته د رسېدو سره له کابیې سره شریکه کړي.

ویل کېږي، چې له اروپايي اتحادیې نه د برېټانیا جلا کېدل به دغې اتحادیې له پاره نام سمې پایلې ولري.

د برېټانیا لومړی وزیر په دې باور دی، چې دغه هېواد به د یوې پیاوړې اروپايي اتحادیې، باثباته او بډایه اتحادیې غړی وي.

له اروپايي اتحادیې د برېټانیا جلا کېدو او نه جلا کېدو پر سره د ګوندونو تر منځ تود کمپاین روان کړی دی.

ډېوېډکامرون د محافظه کار کونډ غړیتوب لري او وايي، چې دغه ګونډ د جلا کېدو پلوی دی او نوموړې په دې خبره خواشینی دی.

نوموړي څو ساعته مخکې د کابینې په غونډه کې وویل، د اروپايي هېوادونو په اتحاديې کې د برېتانیا د پاتې کېدو پلوی دی، خو له دې سره سره باید په دې موضوع د برېټانیا خلک پرېکړه وکړي.

ده وویل، چې د جون میاشتې په ۲۳مه نېټه به د برېټانیا له خلکو په دې اړه نظرپوښتنه وشي.

د جرمني هېواد لومړۍ وزیره انګلامرکل د کامرون پلوې ده.

نوموړې د کامرون او د اروپايي اتحادیې د استازو د خبرو په اړه وايي، چې د دې غونډې د هوکړې په اړه پیلامه په برېتانیا کې د برېټاینا په ګټه د کمپاین پیل دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام