عزیز د هغه بلخي ځوان مستعار نوم دی چې د ۱۳۹۶ کال ژمي کې يې د خپلې شیدې ورکوونکې غوا په پلورلو سره د خپل واده لګښتونو پوره کولو په موخه ایران ته روان شو.
عزیز ښوونځی نهدی لوستی او د کورنۍ کسب او کار یې دهقاني او مالداري ده.
هغه له سفره مخکې، یوه شیدې ورکوونکې غوا او ۴۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه درلوده.
د سهار لهخوا به یې شیدې او کوچ پلورل او د ورځې په ترڅ کې به یې هم پر خپله کرنیزه ځمکه، د حیواناتو واښه کرل او رېبل.
عزیز په خپل روان ژوند قانع و او ارامه ژوند یې تېرېد؛ خو د واده له پرېکړې وروسته، د کوژدنې او د دستمال راوړلو مراسمو د لګښتونو په پوره کولو کې پاتې راغی او اړ شو چې ایران ته د تلو هوډ وکړي.
ملګرو یې مشوره ورکړه چې ایران کې په یو کال کارکولو سره کولی شي، د خپل واده لګښتونه پوره کړي، بلکې د خپل راتلونکي ژوند لهپاره ښه ګټه وکړي.
همدا وو چې عزیز خپله شیدې ورکوونکې غوا یې په ۶۰ زره افغانۍ وپلورله او په پیسو یې خپلې مور، ورور او خویندو ته نغدې پیسې او خواړه چمتو کړل او خپله په نامعلوم سفر روان شو
نیمروز ښار ته له رسېدو وروسته، یوه قاچاقي سره په ۱۸ زره افغانیو هوکړې ته ورسېد او له نورو کسانو سره یو ځای د ایران اصفهان ښار ته په د تلو هوکړه وشوه.
د عزیز په وینا، قاچاقي دوی د ایران پوله کې بل قاچاقي ته سپاري او دا قاچاقي هم له څو ساعتونو وروسته دوی، درېیم قاچاقي ته ورکوي.
عزیز قاچاقیانو سره ۷ میاشتې تېرې کړې. دې وختو کې یې د خښتو بټیو کې پر کار کولو سربېره، د ودانیو جوړولو او د خرما باغونو کې هم کار کولو، هغه هم پرته له کومې تنخوا ترلاسه کولو.
هغه وايي، دې وخت کې یې ان یو ځل هم سمه او په مړه خېټه ډوډۍ نه ده خوړلې او په هماغه جامو یې ـ چې له افغانستان څخه یې سفر کړی وو ـ میاشتې میاشتې تېرې کړې.
عزیز له ۷ میاشتو کار کولو وروسته سخت ناروغه کېږي او درې اوونۍ له کار کولو لاس اخلي. کله چې قاچاقیان ګوري چې دی نور کوم کار نهشي کولی؛ خوشې کوي یې او عزیز هم ځان د ایران پولیسو ته سپاري.
وروسته له هغې چې نیمروز ته را ګرځول کېږي؛ له کورنۍ څخه یې د پیسو غوښتنه کوي؛ خو څومره موده کې چې دی نه وو، کورنۍ یې ځمکې هم پلورلې وې او خپل ژوند یې پرې تېر کړیو.
عزیز چې اوس یې د خپل ژوند ډېر څه له لاسه ورکړي هره ورځ چوک ته ځي او خوارۍ غریبۍ ته په تمه وي.
د انسانيقاچاق کډوالۍ قاچاق له قربانیانو سره د بیا راستنېدنې مرستې ملي مکانیزم (NRM) ، د افغانستان دولت د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون له لوري جوړشوی او تدوین شویدی. د دې میکانیزم موخه لارښوونه کوي د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق د قربانیانو د ملاتړ، پېژندنې او ارجاع په پار د دولت او مدني ټولنو لارښوونې لهمخې قاچاقیان وپېژني او د انسانيقاچاق سره د مبارزې قانون د (۲۰۱۷ کال مصوبه) پر اساس یې قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.
د انسانيقاچاق کډوالۍ قاچاق له قربانیانو سره د بیا راستنېدنې مرستې ملي مکانیزم (NRM) د ۸مې مادې په ۳ بند کې دا ډول ولولو:
- [د حج او اوقافو وزارت موظف دی چې] د انسانيقاچاق او کډوالو قاچاق د جرمونو د توضیح او تشریح اړوند د ملا امامانو، خطباوو په مرسته باید پرلهپسې ډول په جوماتونو او تکیهخانو او د زیانمنو لهپاره په حمایوي مرکزونو کې وعظونه او خطابې پيل کړي.
- [همدارنګه باید حج او اقافو وزارت باید] د مالي او تخنیکي امکاناتو په نظر کې نیولو سره د دیني علماوو په مرسته د شرعیت له اړخه د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق په اړه نظرونه واخلو او هڅه وکړي چې پهدې هکله عامه پوهای وشي.
د بلخ ولایت چارواکي وايي، هغه څه چې په عزیز تېر شوي؛ انسانيقاچاق او د کډوالو قاچاق کڼل کېږي. د بلخ عدلیې رییس او له انسانيقاچاق سره د مبارزې کمېسیون منشي امینالله امین وايي، په غیر قانوني ډول له یو انسانه استفاده کول او یا تر یوځایه د رسولو ژمنه ورکول او بیا په لاره کې له هغه استفاده انسانيقاچاق او د کډوالو قاچاق ګڼل کېږي.
په شمال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییس قاضي سیدمحمد سامع په غیرقانوني ډول د یو چا وړل او له هغه استفاده کول انسانيقاچاق او د کډوالۍ قاچاق بولي چې په قانون کې ورته سخته سزا ورکول شوېده.
د بلخ د کډوالو او بېرته رستنېدونکیو ریاست د هغو ځوانانو ـ چې به غیرقانوني ډول له افغانستان کډوالېږي ـ مشخص ارقام نهلري. د دې ادارې د رییس مسعود قادري په وینا، په ډېرو مواردو کې ځوانان د کډوالۍ پر مهال خپلې کورنۍ نه خبروي او کله ناکله خو بې اطلاع خپلې کورنۍ قاچاقیانو ته سپاري.