د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند شیرجان دراني سلام وطندار ته وویل، دغه پلار د خپل زوی او لور له لوري د خپلې مېرمنې په امر د ترښځې په ګوزار وژل شوی دی.
دغه پېښه د مزار شریف ښار درېیمې حوزې په میرزاقاسم سیمه کې رامنځته شوې ده.
امنیې قوماندانۍ وايي، په دې اړه پولیسو څېړنې پیل کړي او د پېښې عاملین نیول شوي دي. د بلخ پولیس د پېښې انګېزه کورنی تاوتریخوالی ګڼي.