د بېلابېلو ولایتونو ځوانان، چې د لېسانس تر کچې لوړې زده کړې لري، پرون د ( ۲۰۱۵ کال، اپریل په ۲۷مې) پلازمېنې کابل کې د ملي شورا پرسړک په یو اعتراضیه غونډه کې سره راټول شول او له حکومت څخه یې د کار پېداکولو غوښتنه وکړه.
دغه ځوانان وایي، په دولتي پوهنتونو کې یې په سختو شرایطوکې زده کړې کړي، خو اوس دولتي اداروکې د وړتیا پرځای قومي، سمتي او ژبني اړخ ته لومړیتوب ورکول کيږي.
محمد حسين، چې لوړې زده کړې يې کړي او اوسمهال اوزګار ګرځي وايي، ملي یوالي حکومت باید ټولو لوستو ځوانانوته د کار زمینه برابره کړي او د دوی اند ېښنو ته د پای ټکی کیږدي.
امین د هرات پوهنتون څخه فارغ شوی او وايي، چې په کور کې د ۹ کسانو لګښت د ده پر غاړه ده، خو دا يې دویم کال دی، چې اوزګار ګرځي.
دغو ځوانانو شکایت کولو، چې د نوي حکومت له رامنځته کېدو هم ډيره موده تېره شوه، خو لا هم داسې زمینه نه ده برابره شوې، چې ځوانان وکولی شي، په دولتي ادارو کې دندې تر لاسه کړي.
بل خوا د حکومت اجرایه ریاست بیا پرخپلو هغو ژمنو ټينګارکوي، چې د ټاکنیز کمپاین پرمهال یې له ځوانانو سره د کار پېداکولو برخه کې کړې وې.
د دغه ریاست یو مطبوعاتي غړی جاوید فیصل وایي، چې دولت به ځوانانو ته د وړتیا له مخې په دولتي او خصوصي سکتورکې د کار زمینه برابره کړي.
نوموړي زياته کړه، له دې وړاندې یواځېنۍ ستونزه، چې د وزګار تیا مخه ډب کړې وه، د حکومت توجه لويو څوکيو ته وه او "حکومت تر ټولو مخکې په وزارتونو او ولایتونو کار کوي، چې د دې ترڅنګ ځوانانوته د کار پیداکولونوبت هم راځي. "
اعتراض کوونکو ځوانانو د ولسي جرګې څخه وغوښتل، چې د وزګارتیا موضوع دې د خپلو غونډو په اجنډا کې ونیسي او له دې لارې دې پرحکومت فشار راوړي.
د ولسي جرګې یوشمیر غړي هم مني، چې وزګارتیا په لوړه کچه ده او ورځ تربلې په هیواد کې دکار موندنې په برخه کې ستونزې زیاتيږي، چې له امله یې دکورنيو اقتصادي وضعیت له ګواښ سره مخ کيږي
ددې جرګې غړي سرور عثماني فراهي سلام وطندارته وویل، په دولتي ادارو کې په دومره لوړه کچه د ځوانانو ګمارنه ناشونې ده .
فراهي زیاته کړه، چې حکومت دې پردرېیو برخوکې پانګونه وکړي، څو ځوانانوته کار پيدا شي چې پر وینا یې کرنه، کان اېستنه او بندونه د حل بنسټيزې لارې دي.
هغه وايي، که حکومت غواړي، په ځان بسيا هېواد ولري پر بندونو پانګونه کول یې يواځنۍ د حل لاره ده.
وزګارتیا، نا امني، بې وزلي او بدختي دا هغه شعارونه ؤ چې اعتراض کوونکو ځوانانو له ځان سره په سمبولیک ډول لیږدول او ګواښ یې وکړ که حکومت یې غوښتنې ته مثبت ځواب ورنه کړي خپلو اعتراضونه به پراخه کړي.
په دې اړه مو هڅه وکړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت نظر هم ترلاسه کړو، د بیا بیا اړیکو سره بریالي نه شو.