د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې اداره وايي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سختو اورښتونو له امله ۱۰۸ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.
د یادې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس سلام وطندارته وویل، چې د هېواد په مرکزي، شمالي، سویل او لویدیځو ولایتونو کې سیلابونو ۱۸۸۷ کورونه ویجاړ کړي.
دغو وروستیو سیلابونو په یو شمېر ولایتونو کې سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې هم وړې دي.
د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې ادارې مرستیال سیاس وویل، چې ټولو هغو اړمنو سیلاب ځپلو کورنیو سره یې خوراکي او غېر خوراکي توکو مرستې کړي، خو دا یې ونه ویل چې څومره کورنیو ته یې دا مرستې رسولې.
سیاس زیاته کړه، چې په ټولو ولایتونو کې د طبیعي پېښو پرضد مبارزې اداره بشپړ چمتووالی لري او د اړتیا په صورت کې به اړمنو کورنیو ته پر وخت مرستې ورسوي.
دا په داسې حال کې ده، چې سږکال د هېواد په بېلابېلو سړو ولایتونو او سیمو کې د تېر کال په پرتله لږې واورې وشوې، خو برعکس بیا د تېر کال په پرتله د اورښتونو او بارانونو کچه زیاته وه.
د دغو اورښتونو له امله په سیندونو کې د سیلابونو له وجې زیات خلک زیانمن شوي هم دي.