اوباما: پر داعش ډلې مو تر دې دمه ۹ زره هوايي بریدونه کړي دي

د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي، چې د داعش ډلې پر ضد يې پر فرانسې له بريد مخکې خپلې حملې زیاتې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د داعش ډلې له پېدا کېدو راهیسې امريکا تر اوسه پر دغې ډلې ۹ زره بې پېلوټه او نور هوايي بريدونه کړي، چې تر ټولو زیات بريدونه په تېر نومبر میاشت کې کړي.

بارک اوباما، چې د امریکا په دفاع وزارت پنتاګون کې خپلو پوځيانو سره خبرې کولې د دغو بريدونو له امله داعش ډلې ته د اوښتو زيانونو په باب څه نه دي ویلي.

هغه لکه د امريکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په شان په مستقیم ډول د داعش ډلې ته خبرداری ورکړ، چې "دا ځل ستاسو وار دی".

جورج بوش د ۲۰۰۱ م ز کال سپټمبر ۱۱ مې برید وروسته القاعدې او نورو ترهګرو ته هم همدا شان په مستقیم ډول خبرداری ورکړ، چې امريکا به د دوی د نابودۍ له پاره هر ډول قوه استعمال کړي او هيڅ هېواد به يې مخه نه شي نيولی.

اوباما وویل، چې د امريکا د بريدونو له امله د "جهادي جون" په نوم د داعش ډلې مشهور قومندان هم وژل شوی دی.

د کارډين ورځپاڼې د خبر له مخې، د متحده ایالاتو ولسمشر زیاته کړه، چې پر داعش ډلې به د تبلیغاتو لارې هم بندې کړي.

هغه داعش ډلې مشران وژونکي، وحشيان، غله او لوچکان یاد کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې روسيې پر ترکيې هېواد تور پورې کړ، چې دغه هېواد د داعش ډلې يو پياوړی ملاتړ کوونکی دی.

څه موده وړاندې د روسيې هوايي ځواک له لوري د ترکيې او روسيې خاورې ترمنځ د تيلو یو لوی زیرمتون بمبار شو، چې روسيې ویل دغه تیل د داعش ډلې پورې اړه درلود او د یادې ډلې د تمویل یوه قوي سرچينه همدغه وه، چې ترکيې هېواد ترې تېل اخیستل، خو ترکي مقامات بیا دغه ډول څرګندونې په کلکه ردوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام