اوباما له افغانستانه د خپلو پوځيانو د ویستلو په اړه زړه نا زړه دی

راپورونه وايي، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د بشپړ ویستنې په اړه زړه نا زړه شوی دی.

بارک اوباما ویلي، چې په دې وروستيو کې د کندوز ولایت د سقوط، د جندالله، حقاني او القاعده شبکو د ظهور په باب اندېښنه لري.

اوباما د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې د داعش ډلې د پېدا کېدو په باب هم اندېښنه ښودلې.

د نیویارک ټایمز له لوري په خپور شوي راپور کې راغلي، د امريکا متحده ایالاتو لوړ پوړي مقامات وايي، چې بارک اوباما غواړي، څو په افغانستان کې اوسني وضعيت ته په کتو سره د امنيت د ټينګښت له پاره د خپلو ځواکونو يوه برخه پاتې کړي.

د افغانستان اوسني کړکېچن امنيتي وضعيت او د کندوز ولایت یودمي سقوط ته په کتو سره، پنتاګون او د امريکا کنګره دې ته نتيجي ته رسيدلي، چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د يوې برخې پاتې کېدل الزامي دي.

نيویارک ټایمز کاږي، چې له ۲۰۱۱م زېږدیز کال راهیسې وسله والو طالبانو د افغانستان په زياتو سيمو نفوذ کړی او القاعده هم تر اوسه د دغه هېواد په مختلفو سيمو کې او غرونو کې پياوړي دي.

له بل لوري د داعش ډله د افغان امنيتي ځواکونو پر مخ يو لوی خنډه او امنيتي ګواښ دی.

دغه ډله د وسله والو طالبانو ځينې ناراضي وګړي جذب کړي او په افغانستان کې يې د جنګ، جګړو تازه باب پرانیستلی دی.

تر اوسه دا معلومه نه ده، چې له ۲۰۱۷م زېږدیز کال وروسته به څومره امريکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي؛ خو داسې ویل کيږي، سپينه ماڼۍ په پام کې لري، چې د ناټو ځواکونو سره يوځای په هېواد کې ۳ نظامي اډې ولري او د همدغو نظامي اډو څخه پر وسله والو ورانکارو هوايي بريدونه رهبري کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام