د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړی انوش دستګیر د افغانستان فوټبال فدراسیون له خوا د تاجکستان پر خلاف نننۍ سیالۍ له پاره ځای ناستی روزونکی ټاکل شوی دی.
د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړی انوش دستګیر وروسته له هغې د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه ګومارل کېږي، چې څو ورځی مخکې پیټرشګرت د نامعلومه دلایلو له کبله له یو کال وروسته د روزنې دنده پرېښې او جرمني ته ستون شوی دی.
انوش دستګیر له تاجکستان سره دوستانه نړیوالې سیالۍ له پاره د افغانستان په ۲۶ کسیزه لوبډله کې د رلوبغاړي په توګه اعلان شوی و؛ خو نن به د روزونکي دنده پر مخ وړي.
ځای ناستي روزونکي د تاجکستان پر خلاف نننۍ سیالۍ ته هم د لوبډلې ترکیب کې اویس عریزي د ګول ساتنې دندې له پاره، حسن امین، آرش هاتفي، مسیح سیغاني او مجیب جمالي دفاع لیکي له پاره، فیصل شایسته، کنشکا طاهر او اباسین عليخېل د منځنۍ لیکې له پاره او نورالله امیري، زبیر امیری او میلاد سالم د برید ليکې له پاره اعلان کړي دي.
ټاکل شوې ده، د افغانستان او تاجکستان فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ په نړیواله دوستانه سیالۍ نن د افغانستان پر وخت مازیګر ۳ نیمې بجې د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې په جمهوریتپالي لوبغالي کې وشي.
دا د فوټبال په تاریخ کې ۵م ځل دی، چې افغانستان او تاجکستان د فوټبال په سیالۍ کې د لوبې ډګر ته وځي، چې په شویو ۴ واړو سیالیو کې افغانستان د ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې ماتې خوړلې دي.
د لوبډلې روزونکي انوش دستګیر په رسنیزه غونډه کې ویلي، لوبډله یې د روزونکي پیټرشګرت له تګ نه وروسته له رامنځته شویو ستونزو خلاصه کړې ده او له هر پلوه د نن ورځې سیالۍ ته چمتو ده.
د نوموړي پر وینا، دوی د کوم شخص له پاره نه، بلکې د افغانستان د بریا او سرلوړۍ له پاره لوبېږي.
دغه راز د لوبډلې کپتان فیصل شایسته هم منلې، وروسته له هغې چی پیټرشګرت افغان لوبډله په ډاګ پرېښوده له ذهني فشار سره مخ شوي وو؛ خو دا چې دوی د شخص له پاره نه، بلکې د افغانستان له پاره لوبېږي؛ نو نن په لوړ مورال سره د تاجکستان پر خلاف د سیالۍ ډګر ته ووځي.