انوش دستګیر د فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکی شو

افغان فوټبال فدراسیون اخر هم د مینه‌والو او فوټبال کارپوهانو د نیوکو په پایله کې عمر خوړلی المانی روزونکی «اوتو فیستر» رخصت کړ او نوی روزونکی یی اعلان کړ.

د فوټبال ملي لوبډلې د دفاع او منځ‌لیکي پخوانی لوبغاړی ۲۸ کلن انوش دستګیر نن د افغانستان فوټبال فدراسیون د مشر کرام‌الدین کریم له‌خوا د یوې خبري غونډې پرمهال د فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکي شو او ۲ کلن تړون ورسره لاسلیک شو.

انوش دستګیر چې په هالینډ کې مېشت دی او د روزونې نړۍوال سند په لاس کې لري؛ وروسته له هغو چې په ۲۰۱۷ کال کې یې له افغان فوټبال ملي لوبډلې استعفا وکړه؛ له پخواني مشر روزونکي اوتو فیستر سره مرستیال روزونکی و او د څه وخت له‌پاره لنډمهالی مشر روزونکی هم و.

د افغانستان فوټبال فدراسیون مشر کرام‌الدین کریم په خبري غونډې کې انوش دستګیر یو تکړه ځوان او ښه روزونکی وبللو او تمه یې وښوده چې ښاغلی دستګیر به د بهرني روزونکي اوتو فیستر تشه ډکه کړای شي.

د ښاغلي کریم په وینا، افغان فوټبال فدراسیون د اوس له‌پاره له انوش دستګیر پرته بل غوره انتخاب نه‌لري او باوري دي وښوده چی یو باستعداده ځوان دی او ښې پایلې به ولري.

دغه راز د مشر روزونکي په توګه داعلانېدلو او تړون وروسته انوش دستګیر رسنیو سره په خبرو کې خوښي وښوده چې او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان ولس او هېواد د ګټو او خوشحالیو له‌پاره به د هېڅ قسم هڅې او خوارۍ په شا نه‌شي.

د نوي مشر روزونکي په وینا، د اوسنۍ فوټبال ملي لوبډلې ترڅنګ به له هېواد دننه تکړه لوبغاړيو څخه هم دویمه ملي لوبډله جوړه کړي چې کور دننه به تمرینات کوي.

نوموړي دغه راز د فوټبال ملي لوبډلې له کارکردګۍ څخه هم دفاع وکړه چې په وینا یې، افغان لوبډله اوس د ښکته لوبډلو څخه مخکې تللی چې له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره لوبېږي.

انوش دستګیر ژمنه وکړه چې په څوو راتلونکیو کلونو کې به افغان لوبډله د اسیا په لومړۍ درجه هېوادونو کې ودروي.

اتیا کلن اوتو فیستر په ۲۰۱۷ کال کې د پیټرشیګرټ پر ځای د فوټبال ملي لوبډلې روزونکی شو چې په ۹ نړۍوالو سیالیو کې یې له افغان فوټبال ملي لوبډلې سره دنده ترسره کړه.

د نوموړي ۵۰ سلنه مشرولي وه چې افغان فوټبال ملي لوبډلې ۳ سیالۍ وګټلې، ۳ یې وبایللې او ۳ نورې یې په مساوي توګه پای ته ورسولې او په روزنه کې یې افغان فوټبال ملي لوبډلې ۲۰۱۹ کال اسیایي فوټبال جام سیالیو ته د رسېدو چانس هم له لاسه ورکړ.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام