د صلاح په نوم بنسټ وایي، چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې یې د سولې او پخلاینې په اړه له ۱۰۰۰ کسانو سره سلا مشورې او مرکې کړي.
د یاد بنسټ سرلارو پر وینا، مرکه کیدونکو د انتقالي عدالت غیرسیاسي کیدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د سیاستوالو ټول جرمونه باید د نیټې له په پام کې نیولو پرته وڅیړل شي.
د صلاح بنسټ، چې له پنځو مدني بنسټونو جوړ شوی نن یک شنبه (جولای ۳مه) په کابل کې د خبري غوندې پرمهال د خپلو موندنو رپوټ خپور کړ.
خبري غونډې ته د یاد بنسټ په استازولي صلاح الدین درویش وویل، چې ډیرو مرکه کیدونکو ویلي، چې د سولې بهیر باید ټول اړخیز وي او انتقالي عدالت باید سیاسي بڼه و نه لري.
هغه وايي، چې د تاریخ له په پام کې نیولو پرته دې ورسره قانوني چلن وشي.
درویش پر وینا، د سولې بهیر باید روښانه او د سولې په اړه د دواړو لورو ترمنځ شرطونه له ولس سره شریک شي، چې خلک يې په اړه خپل دریځ روښانه کړي.
دغه راز، د رسمي او غیررسمي سیمه ییزو خبرو اترو ملاټر، د سولې پر بهیر بې باوري، د سولې له بنسټونو نا رضایتي، سیاسي ګډون او د ښځو ونډه هغه موندنې دي، چې مدني بنسټونه د څیړنو پرمهال ورسره مخ شوي.
دغه راز، په غونډه کې د سولې او دموکراسۍ له پاره د برابرۍ بنسټ مسوول ادریس عمرزداه د سولې عالي شورا پر کړنو په نیوکې سره وویل، سره له دې چې د سولې عالي شورا زیاتې پیسې ولګولې، خو بیا يې د پام وړ فعالیت نه دی کړی.
هغه وايي، چې د سولې له بهیر سره پروژوي کار کيږي، نو له همدې امله يې برعکس تروریزم او مالي فساد ته زمینه برابره کړې.
دغه مدني بنسټ د سولې ټینګښت په اړه ځینې وړاندیزونه هم مطرح کړل، چې د بیا پخلاینې ملي خبرو اترو طرح او عملي کول او د سولې بهیر په هکله د حکومت روښانه لید لوری په کې شامل دي.
دغه راز، د افغانستان او پاکستان مدني بنسټونو ترمنځ د خبرو دوام، د سمون بهیر مخته وړل، د سولې په بهیر کې د مدني بنسټونو وڼدې له پاره د کاري پلان طرح او عملي کول، د بهیر په ټولو پړاونو کې د ښځو رښتنی ګډون او د سولې بهیر غیر مادي کول د یاد بنسټ نور وړاندیزونه وو.