امریکا د پاکستان له دوه سرې لوبې ستړې شوې

د نیویارک ټایمیز ورځپاڼې اداره وايي، نن یې وخت دی، چې امریکا په افغانستان کې د دایمې ثبات له پاره په پاکستان فشار راوړي.

ورځپاڼه زياتوي، چې امريکايان د پاکستان له "ډبل ګيم" نه سرخوږی شوي او په واشنګټن کې هڅې روانې دي، چې پاکستان منزوي او فشار پرې راوړل شي.

د امریکا دې معتبرې ورځپاڼې د نن (جمعې) ورځې په سرلیکنه کې کاږلي دي، چې امریکې له پاکستان سره تر اوسه پورې د ۳۳ میلیاردو ډالرو مرسته کړې او تل یې له پاکستان سره د ښو اړیکو پر بنسټ کار کړی، خو پاکستان بیا هم له امریکا سره په لار سم شوی نه دی.

دا داسې مهال ده، چې د افغانستان له پاره د امريکې او ملګرو ځواکونو قوماندان جنرال جان نکلسن به د افغانستان د روانې جګړې د وضعيت په اړه ولسمشر بارک اوباما ته خپل راپور وړاندې کړي.

ورځپاڼه زياتوي، د دې امکان شته چې جنرال نکلسن به د ولسمشر اوباما هغه نظر تر سوال لاندې ونيسي، چې له مخې یې د روان کال تر پايه په افغانستان کې د مېشتو امريکايي سرتېرو شمېر له ۵ زرو او ۵۰۰ را کم کړي.

نيويارک ټایمز په خپله مقاله کې وايي، حقيقت دا دی، چې د سرتېرو د شمېر تر څنګ باید په افغانستان کې د ثبات له  پاره د سولې خبرې وشي او په دې برخه کې د پاکستان ونډه کلیدي دی او امریکا باید پاکستان تر سختو فشارونو لاندې ونیسي.

دغه امريکايي ورځپاڼه زياتوي، چې له کلونو راهیسې د پاکستان پوځ او استخباراتي سازمان ای، ايس، ای طالبان او د حقاني شبکه تمویلوي او له دوي نه د حربي وسیلې په توګه کار اخلي؛ په افغانستان کې خپلې ګټې پرې خوندي کوي.

سرمقاله وايي، چې پاکستان د امريکايانو د فشار په مقابل کې په قبایلو سیمو کې عملیات وکړل، خو د حقاني شبکه یې خوندي وساتله، دوی زیاتوي، چې د کارپوهانو په باور اوس پاکستان د طالبانو په مشرتابه کې حقاني شبکه ورګډه کړې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام