که څه هم امریکا د افغانستان جګړه خطرناکه بللې، خو پهدې وروستیو کې دغه هېواد ته د سپينې ماڼۍ جدي توجه زیاتره امریکایان دې نتیجې ته رسولي، چې نور باید د افغانستان جګړه وګټل شي.
د امریکا د متحده ایالتونو داستخباراتو ادارې مشر په هغه راپور کې چې د خپل هیواد سنا مجلس د استخباراتو کمېټې ته یې د افغانستان په اړه وړاندې کړی، په روان او ۲۰۱۸ میلادي کلونو کې د افغانستان وضعیت خطرناک بللي.
خو د چارو ځینې شنونکي بیا وايي، چې د افغانستان په اړه د امریکا د نوي ستراتیژۍ د عملي کولو او خپلو ځواکونو د ډېرولو په خاطر امریکایي چاواکي دا ډول څرګندونې کوي.
شنونکي وایي، د افغانستان په اړه د امریکا نوې ستراتېژي ولسمشر ډونالډ ترامپ ته استول شوي او ښایي د یوې اوونۍ په اوږدو کې په دې اړه وروستۍ پریکړه وشي.
د شنونکو پر وینا، زیاتره امریکایان او د دغه هیواد استخبارات غواړي چې نور باید د افغانستان جګړه وګټل شي، نو په همدې دلیل د افغانستان وضعیت ګواښونکی بولي.
د امنیتې چارو څېړونکي کابل خان تدبیر وایي، چې امریکایي پوځیان غواړي په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمیر زیات کړي، نو ځکه هڅه کوي چې خپل ولسمشر ټرامپ قانع کړي، څو په افغانستان کې خپل پوځي حضور اوږد او پراخ کړي.
دغه راز د چارو بل کتونکی جنرال عتیق الله امرخیل وایي، که څه هم دا فغانستان وضعیت ورځ تربلې مخ په خرابیدو ده او د هیواد په ډېرو سیمو کې توده جګړه روانه ده، خو امریکا دې د جګړې د زیاتیدو او وضیعت د خرابیدو د خبرداري پرځای د ترهګرو روزنځایونه او پټنځایونه په نښه کړي.
نوموړی وايي، که افغان پوځيان ښه سمبال او وروزل شي، نو جګړه د همدغه پوځ په مټ ګټل کېدای شي، خو هغه تور پورې کوي، چې افغان ځواکونو ته د لازمو وسلو له نه ورکړې يې معلوميږي، چې دغه جګړه د همدغه هېواد لهخوا مدیریت کيږي.
له بل لوري بیا، د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، که څه هم په افغانستان کې جګړه روانه ده، په هیواد له شلو ډېرې ترهګرې ډلې فعالیت کوي، چې د سیمې استخبارات یې ملاتړ کوي، خو بیا هم افغان ملي ځواکونه ددې وړتیا لري، چې وضیعت کنټرول او مدیریت کړي.
دا لومړی ځل نهدی، چې د امریکا استخبارات په افغانستان کې د جګړې د زیاتیدو خبر ورکوي، په تېرو کلونو کې هم د امریکا او یوشمېر نورو هیوادونو لهخو ا په افغانستان کې د خطرناکو جګړو ګواښونه شوي و، خو بیا عملاً وضعیت دومره نه خطرناک نه لکه څرنګه کې وړاندوینه شوې وه.