امریکا به د بشار اسد حکومت خلاف نور پوځي اقدامات هم وکړي

دا څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن د سوریې په شعیرات هوايي اډې له کروز توغنديي بریدونه وروسته کړي دي.

امریکا وايي، د کیمیاوي وسلو کارولو مخنیوی سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ګټو حیاتي ده.

دغه راز روسیې بیا غبرګون ښودلی او ویلي دي، دغه ډول غچ اخیستونکی اقدام د سپینۍ ماڼۍ او کریملین اړیکې پېچلې کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېړنۍ غونډه کې د روسیې مرستال سفیر ولادمیر سفکرونوف پنټاګون ته جدي خبرداری وکړي، که د دویم ځل له پاره یې په سوریه کې ورته برید وکړي پایله به یې امریکا ته سختې وي.

کریملین په سوریه کې د پنټاګون د برید په خلاف یې له امریکې سره د هوايي ځواکونو ترمنځ د اړیکو هوکړه ځنډولې ده.

په سوریه کې د امریکا کروز توغندیو بریدونو نړیوال غبرګونه هم لرل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام