
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون وویل، که امریکا په بشپړه توګه له افغانستانه ووځي، ښايي طالبان پر افغان حکومت برید وکړي. د ټرمپ له دغو څرګندونو سره هممهاله د روسیې او امریکا استازیو د یوې ګډې خبرپاڼې په په خپرولو سره ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه «اسلامي امارت» په رسمیت نه پېژني.
ټرمپ چې پرون یې په سپینه ماڼۍ کې د خپلو امنیتي ځواکونو د وړتیاوو او له ځانه د دفاع په اړه خبرې کولې وویل: «نه پوهېږم. باید وګورو چې څه کېږي.»
د روسیې او امریکا استازیو د قطر د سولې هوکړهلیک په اړه یوه ګډه خبرپاڼه چې دولس مادې لري، خپره کړې ده. دا خبرپاڼه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ادرسه پرون خپره شوه، پهکې لیکل شوي چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه د طالبانو اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني او ټینګار یې کړی چې نړیواله ټولنه به هېڅکله د طالبانو امارت ملاتړ ونه کړي.
په خبرپاڼه کې ژمنه شوې چې له افغانانو او د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره به تلپاتې سولې ته د رسېدو په برخه کې چې نړیوال امنیت تضمینوي، همکاري وکړي.
طالبانو د سولې په هوکړهلیک کې ژمنه کړې چې امریکا به د ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې او د هغوی د ورکولو په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي. امریکا او روسیې له طالب او نورو جګړهمارو ډلو غوښتي چې له القاعدې، داعش او نورو ترهګرو ډلو سره د نه همکارۍ په اړه خپله ژمنه عملي کړي.
خبرپاڼې په افغانستان کې په بشپړه توګه د جګړې له پای ته رسېدو وروسته له نوي اسلامي دولت سره د دې ډلې د یوځای کېدو هرکلی کړی دی.
روسیې او امریکا له راتلونکي دولت سره د ښځو، ځوانانو او لږکیو د حقونو ساتلو په شرط د ملاتړ او اقتصادي مرستو ژمنه کړې ده.
امریکا او روسیې له افغانانو غوښتي چې د طالب بندیانو د خوشې کولو او اوربند په اړه خپلې خبرې اترې پیل کړي.
اړوند مطالب:
«طالبان دې له حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر شي»





