امريکا: افغانستان کې موازي دولت نه منو

امریکا په افغانستان له دوو لوړو سره چې محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله په کې د لوړې پراسم پرځای کړل غبرګون ښودلی او له موازي حکومت سره يې خپل مخالفت اعلان کړ.  

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي چې متحده ایالتونه په افغانستان کې د موازي حکومت له جوړېدو سره مخالف دي او د افغانستان له ملي حاکمیت او متحد دولت نه ملاتړ کوي.

پمپيو  دغه راز ویلي چې هېواد یې د غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړي هڅه کوي خو ورسره څنګ کې د سیاسي اختلافونو د هواري لپاره د هر راز تاوتریخوالي مخالفت کوي.

امریکا دغه راز د لوړې په مراسمو کې د ولسمشر له څرګندونو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د یوه داسې هر اړخیز دولت ملاتړ ته ادامه ورکوي چې سوله یې لومړیتوب دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله په ارګ او سپېدار کې د لوړې مراسم پرځای کړل.

د ټاکنو خپلواک کميسيون د دلوې مياشتې په نهه ويشتمه نېټه محمد اشرف غني د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.

ټاکنو د پايلو له ا علان وروسته عبدالله عبدالله وويل چې دا پايلې نه مني او نوموړي د ټول‌شموله حکومت اعلان وکړ.

د يادولو ده چې د زلمي خلیلزاد له ډېرو هڅو سره سره بيا هم د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ اختلافونه حل نه شول.

په دې تړاو:

د غني او د عبدالله د لوړو د مراسمو پای

شېبه په شېبه د ولسمشرۍ د لوړې د مراسمو حال

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام