امرالله صالح: طالبانو د ISI تر څار لاندې امریکا سره د سولې تړون کړی

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ننګرهار ته خپل سفر کې وویل، طالبانو د ای اس ای تر څار لاندې امریکا سره د سولې هوکړه کړې او دغه ډله هېواد کې د پنجاب تر سیوري لاندې د حکومت جوړېده غواړي.

ننګرهار ته د امرالله صالح د ننني سفر موخه د ښېوې پېښې د وژل شویو فاتحه او د هغوی له کورنیو سره غم‌شریکي ښودل شوې.

که څه هم طالبانو د کابل دشتي برچي پر روغتون او ښېوې د جنازې مراسو بریدونو کې لاس لرل رد کړي خو د ولسمشر لومړی مرستیال د کوز کونړ پېښې کې د وژل شویو، کورنیو سره خبرو پرمهال طالبان د ښېوې پېښې عاملان وبلل او زیاته یې کړه، دغه ډله به په زور قدرت ته ونه رسېږي.

نوموړي وویل، طالبانو له امریکا سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړی خو افغان وژنې ته یې دوام ورکړی.

د ولسمشر لومړي مرستیال وویل، ښايي هېواد کې وسله‌والې ډلې نور بریدونه هم وکړي خو دا وړ بریدونه به د خلکو په یووالي، ارادې او مورال منفي اغېز ونه کړي.

د هغه په وینا، د داعش ډلې د دوو مشرانو، اسلم فاروقي او ابو عمر له نیونې او د هغوی له منښتو وروسته د داعش او طالبانو د پېژندنې هېڅ ډول پوښتنه نه پیداکېږي.

صالح وویل، دا دواړې وسله والې ډلې له یوه ځایه خړوبېږي.

امرالله صالح زیاته کړه، د ښېوې پېښې وژل شویو او د ټپيانو کورنیو ته به د افغان امنیتي ځواکونو په څېر امتیازات ورکړل شي؛ خو له خلکو یې غوښتنه وکړه چې د دغې پېښې د څېړلو لپاره دې حکومت ته وخت ورکړي.

ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي او ښېوې پېښې کې د ولایتي شورا د وژل شوي غړي عبدالله لالاخان ملکزي پلار ملک قیس نوراغا ملکزي او د شهیدو شویو کورنیو غړیو له امرالله صالح وغوښتل چې د کوز کونړ پېښه  دې په هر اړخیز ډول وڅېړل شي.

ملک نوراغا څو ورځې وړاندې رسنیو  ته ویلي و چې د ښېوې په اړه اسناد او شواهد هم لري.

د ولسمشر لومړي مرستیال دا هم وویل، اوس د وسله‌والو ډلو پر خلاف ۹۵سلنه عملیات افغان وسله وال پوځ کوي او افغان امنیتي ځواکونه د هر ډول عملیاتو او جګړې وړتیا لري.

د امرالله صالح ننګرهار ته له راتلو سره سم لومړی د غازي امان الله خان مقبرې ته لاړ او د هغه په قبر یې د ګلونو ګېډۍ له اېښودلو وروسته یې جلال اباد کې د ښېوې پېښې د قربانیانو له کورنیو، ځوانانو، مدني فعالانو او مېرمنو سره بېلابېلې ناستې وکړې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام