اليس وېلز: افغانانو سره د ايراني پوله‌ساتو ځواکونو چلند« وحشت‌ناک» دی

 

د سوېلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس وېلز د ايراني پوليسو له لوري د افغانانو شکنجه او وژنه او سيند ته غورځول يوه وحشت‌ناکه کړنه بللې او غوښتي يې دي چې دا پېښه په جدي توګه وڅېړل شي.

وېلز تېره شپه په يوه ټوېټ کې ليکلي چې دا بې‌رحمه کسان بايد وپېژندل شي او جزا ورکړل شي.

تېره ورځ د بشر د حقونو خپلواک کميسيون  هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره  دا پېښه زړه بوږنوونکې،  بې‌رحمانه او ټکان ورکوونکې ګڼلې وه.

ياد کميسيون د هېواد له بهرنيو چارو وزارت، د بشر د حقونو له عالي کمشنرۍ او د نړيوالو پناه غوښتونکيو له عالي کمشنرۍ وغوښتل چې د يادې پېښې څېړلو لپاره پلاوی وټاکي او همداراز عاملان يې سخت مجازات شي تر څو د بيا داسې کار کولو مخه ونيول شي.

له پېښې ژوندي ژغورل شوي افغان کډوال سلام‌وطندار ته ويلي وو چې د دوی شمېر ۵۷ ته رسېده چې له ډلې يې ۲۳ یې مړه شوي دي. د دوی په وينا، ايراني پوليسو دوی ته ګواښ وکړ چې يا به سيند ته ځان اچوي او يا يې هم دوی په ډزو ولي او وژني يې. له دې ډلې يو ژغورل شوی کس وايي، دی او ملګرو يې سيند ته له غورځېدو وړاندې يوه شپه او ورځ د ايران له سرحدي پوليسو سره په زندان کې تېر کړي دي.

خو د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سیدعباس موسوي د ياد خبر له خپرېدو وروسته د ۵۷ افغانانو نيول او په اوبو کې ډوبول رد کړل او زياته کړې يې ده چې ايراني پوليس په دې پېښه کې هېڅ ښکېل نه دي.

د بشر حقونو کميسيون د ډوبو شويو او ژغورل شويو کسانو د کره شمېر تثبيت لپاره خپلې څېړنې پيل کړې دي.

نن سهار د هرات ښار يو شمېراوسېدونکيو د لايون په بڼه د يادې پېښې څېړل وغوښتل او ويې ويل که چېرې يادې پېښې ته رسېدنه ونه‌شي، دوی به په هرات کې د ايران قونسلګرۍ دروازه وتړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام