المصافي کرکټ لوبډله له دویمې ماتې سره مخ شوه

د امریکې په ۸ پړاو ازادو ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې افغان المصافي میامي کرکټ لوبډله له دویمې ماتې سره مخ شوه.

د سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې المصافي لوبډلې بېګا شپه له "یو، ایس، ال، سټارز" لوبډلې سره سیالۍ وکړه، چې د ۲۰ منډو په توپیر له ماتې سره مخ شوه او له مخکې تګ پاتې شوه.

په سیالۍ کې المصافي لوبډلې د نجیب ترکي د ۶۲ او جاوید احمدي د ۳۶ منډو سره، سره په ۲۰ اورونو کې د ۱۵۸ منډو هدف پوره نه شو کړی او ۱۳۷ منډې یې وکړلې.

المصافي لوبډله په روانو سیالیو کې د سر په سر ۲ ماتو وروسته له مخکې تګ پاتې شوه، خو درېیمه سیالۍ به هم سبا سهار ۵ نیمې بجې له میامي شارکز لوبډلې سره وکړي.

د امریکې په فلوریډا ایالت کې د لومړي ځل له پاره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د مشهورو لوبغاړو په ګډون کې یو بشپړ کرکټ کلب په دې سیالیو کې برخه اخیستې وه.

د امریکې په پیل شویو "یو، ایس، اوپن" کرکټ ټورنامنټ کې د هرشل ګبز، سعید اجمل، سیمویل بدري او کامران اکمل په څېر د کرکټ نړۍ د مخکښو لوبغاړو په ګډون ۱۶ لوبډلې برخه لري.

د هوسټن سټالینز لوبډلې په وړاندې په لومړۍ لوبه کې المصافي لوبډله د جاوید احمدي، ګلبدین نایب او نجیب الله ځدران په څېر لوبغاړو شتون کې د نورالحق ملکزي ۲۲ او نجیب ترکي ۲۰ منډو په مټ یوازې په ۱۰۷ منډو سوځېدلې وه.

المصافي میامي کرکټ لوبډله د امریکې په سوداګریزو کرکټ سیالیو کې د ۵ لوبډلو په "الف" ګروپ کې لوبیږي، چې ټولټال به ۳ سیالۍ وکړي.

د المصافي لوبډلې په ګټه تراوسه په شویو ۲ سیالیو کې جاوید احمدي په ۳ وېکټو مخکښ بالر او نجیب ترکی په ۸۲ منډو د المصافي لوبډلې له خوا مخکښ بېټسمین دي.

د افغانستان له  پاره په کورني او نړیوال کرکټ کې د بالېنګ بندیز سره مخ د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی شبیر نوري په دې سیالیو کې د بالېنګ کولو پرمهال لیدل شوی دی.

معلومه نه ده، چې په شبیر نوري د بالېنګ کولو بندیز پای ته رسېدلی دی او که نه. د امریکې ازاد ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو چارواکي د شبیر نوري د بالېنګ بندیز څخه خبر نه دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام