په لومړۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ کې افغان کرکټ لوبډلې وکولی شول، چې ددې سیالیو لومړی بری خپل کړي.
افغاک کرکټ لوبډلې له دې وړاندې په ۵۰ اوریزه سیالیو کې هم زمبابوې ته ماتې ورکړې وه او د دوه اړخیزو سیاليو اتلولي یې ګتلې وه.
لومړۍ لوبه زمبابوې وکړه چې په ۲۰ اورونو کې یې ۵ لوبغاړو په سوزېدو ۱۵۳ مندې جوړې کړې.
په ځواب کې یې د افغان لوبډلې اوپنر محمد شهزاد محمدي برید کوونکې لوبه پېل کړه او په ۲۱ توپونو یې ۲۸ منډې جوړې کړې چې ۶ په کې څلوریزې وې.
کریم صادق له ډېر وخت وروسته لوبه کې چانس تر لاسه کړه چې ۱۷ منډې یې جوړې کړې.
خو د پخواني کپتان محمد نبي عیسی خیل او نجیب ځدران ملګرتیا افغان لوبډله بریا ته ورسوله.
محمد نبي محمدي په25 توپونو ۳۳ منډې وکړې او نجیب ځدران په ۲۶ توپونو ۳۷ منډې جوړې کړې.
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ۲۰ اوریزه دوه اړخیزو سیاليو لومړۍ لوبې بریا سره افغانستان یو د صف پر وړاندې مخکې والی لري