افغان کرکټ بورډ لوبډلې له پاره د هندي روزونکي ګمارلو اشاره ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ مشر نسیم الله دانش په خپله وروستۍ مرکه کی ویلي دي چې دا ځل یې کرکټ ملي لوبډلې ته د مشر روزونکي ټاکلو له پاره هندي روزونکي ته لومړیتوب ورکړی.
ښاغلي دانش له هندي (کریک بز) ویبپاڼې سره په مرکه کې، ملي لوبډلې ته د یوه شهرت لرونکي هندي روزونکي د ګمارنې په اړه خبر ورکړی دی، خو د روزونکي نوم یې نه دی په ګوته کړی.
ښاغلي دانش دا هم زیاته کړې ده، که د هندي روزونکي په ګمارنه کې پاتې راشي نو له پاکستاني ټیسټ کرکټ لوبغاړي یونس خان او سریلانکایي مهیلا جی وردهني څخه هم د روزونکي په توګه ګټه اخیستلای شي.
د کرکټ بورډ چیرمین زیاته کړې ده، چې یونس خان یو تکړه پښتون لوبغاړی دی چې افغان کرکټ ملي لوبډلې ته په بیلا بیلو اړخونو کې مثبت ثابیتدای شي.
په شوې مرکه کې ښاغلي دانش د یوه سوال په ځواب کې له پاکستاني کرکټ بورډ څخه هم ګیله کړې ده، چې کله انضمام الحق په پاکستان کې و نو پاکستانې کرکټ بورډ یې هیڅ په غم کې نه و، خو له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره تر  یوځای کېدو او ځلېدو وروسته یې ورته پام شو او له دوی یې بېل کړ.


دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي بیا (بی بی سي) سره په مرکه کې ویلي دي چې تر اوسه ورسره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د روزونکي څوکۍ له پاره پاکستاني روزونکو ثقلین مشتاق، محمد یوسف، محمد اکرم، یونس خان، هارون رشید، له هندوستان څخه سري درن سري رام او اوسني بالینګ روزونکي منوج پرهابکر او له سویلي افریقې څخه د ملي لوبډلې پخواني فیلډینګ روزونکي ریان مرون اړیکې نیولي دي.
د نوموړي په وینا چې دوی به د مشر روزونکي د ګمارنې له پاره لومړی د نړۍ د پرمختللو ویب سایټونو له لارې اعلان کوي او بیا به د کرکټ نړیوالې شورا او افغان کرکټ بورډ استازو په مخ کې مناسب کس د افغان کرکټ ملي لوبډلې د روزونکي په توګه وګماري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام